سیګار: افغان- امریکا پوهنتون کې لسګونه میلیون ډالر ورک شوي

. د انځور حقوق Twitter, AUAF
Image caption افغانستان کې افغان- امریکايي پوهنتون یو ډېر باوری پوهنتون بلل کېږي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی پلټونکی خپل تازه رپوټ کې وايي له ۲۰۱۲ کال راهیسې تراوسه له افغان- امریکا پوهنتون سره د امریکا د مرسته شوو پیسو ۶۳ میلیون ډالر "ورک شوي" دي، خو دغه پوهنتون یوه بیان کې د سیګار دا ادعا بې بنسټه بولي.

سیګار چې افغانستان کې د امریکا د مرستو رونټیا ارزوي وايي افغان- امریکا پوهنتون کې د امریکا له مرستو پر هر افغان زدکوونکي د لیسانس څلور کلنه دوره کې نږدې ۱۲۶ زره امریکايي ډالر لګول شوي دي.

د سیګار رپوټ کې راغلي: که د امریکا حکومت هر افغان زدکوونکی امریکا کې کوم کالج ته استولی تر هغه به یې لږ لګښت کېده چې د افغانستان پلازمېنه کابل کې د دوی لپاره په انګریزي ژبي پوهنتون کې شوی دی.

د سیګار مشر جان سوپکو له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره خبرو کې وايي: افغانستان کې د امریکايي مرستو د ترلاسوونکو او دولتي قراردادونو اوه کلنه ارزونه کې دا د دې ادارې تر ټولو بده پېښه ده چې وینم یې.

خو د امریکا د دفاع وزارت پخوانی مرستیال او د افغان- امریکا پوهنتون پخوانی مشر ډیویډ سیډني- چې اوس د دې پوهنتون د بورډ مشر دی- نیویارک ټایمز ته وايي:

"امریکايي پوهنتون کې پیسې نه دي ورکې شوې، دا خصوصي پوهنتون دی او له امریکا ترلاسه شوې ټولې مرستې یې مصرف کړې دي".

د انځور حقوق Twitter, AUAF
Image caption افغان- امریکايي پوهنتون کې سیمینار

افغان امریکا پوهنتون پر ۲۰۰۶ کال کابل کې د امریکايي کالجونو په سبک جوړ شوی خصوصي پوهنتون دی چې درسونه یې په انګرېزي ژبه دي.

دا پوهنتون د مدیریت، کمپیوټر، سیاسي علومو او حسابدارۍ یا کاونټېنګ په برخه د لیسانس او ماسټرۍ په کچه نږدې ۱۷ زدکوونکي لري.

افغانستان کې د کادرونو روزل د دې پوهنتون د جوړولو موخه بلل کېږي او ځینې فارغان یې افغان حکومت کې پر لوړو څوکیو ګومارل شوي دي.

دا پوهنتون خپله بیانیه کې ټینګار کوي چې تراوسه یې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه له زرو ډېر او نږدې شل زره کسان هم مسلکي برخه کې روزلي دي.

د انځور حقوق AUAF website
Image caption د افغان- امریکايي پوهنتون زدکوونکي

افغان- امریکا پوهنتون د طالبانو د بریدونو مهمه موخه ده.

پر ۲۰۱۶ کال پر دغه پوهنتون دوه ځانمرګي او ډله ییز بریدونه وشول چې له امله یې ۱۶ کسان ووژل او تر ۲۰۰ ټپیان شول.

د دې بریدونو له امله تر پنځو میاشتو دا پوهنتون تړلی و.

له ۲۰۱۶ کال راهیسې د دې پوهنتون دوه امریکايي او اسټرالیايي استادان له طالبانو سره یرغمل دي.

د انځور حقوق Twitter, AUAF
Image caption پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی او د دې پوهنتون بنسټګر شریف فایض

د افغان-امریکايي پوهنتون بیانیه کې زیاته شوې چې د امنیتي اندېښنو له امله دا اداره هر کال د خپلې بودیجې له ۲۵ سلنې ډېره برخه یا نږدې اوه میلیون ډالر د امنیت په برخه کې لګوي او که داسې یې نه وی کړي، پر ۲۰۱۶ کال د طالبانو له برید وروسته د دې پوهنتون بیا پرانیستل ناشوني وو.

د دې پوهنتون د لیسانس دورې محصلان د فولبرایټ په څېر د نړیوالو بورسنو ترلاسولو سره د امریکا معتبرو پوهنتونونو کې زدکړې کوي.

ورته مطالب