د امریکا ویرجینیا بیچ کې د ۱۲ کسان وژل کېدل

ویرجینیا د انځور حقوق Reuters
Image caption برید د ښاروالۍ ودانۍ کې شوی دی.

د امریکا د ویرجینیا پولیس وايي، د دغه ایالت ویرجینیا بیچ د ښاروالۍ یوه ودانۍ کې د ډزو له امله ۱۲ کسان ووژل او ۶ ټپیان شول.

پولیس زیاتوي، بریدګر چې د ښاروالۍ پخوانی کارمن و هم وژل شوی دی، خو د مرګ د ډول په هکله یې کره مالومات نشته.

د بریدګر پېژندنه نه ده شوې، خو پولیس تاییدوي چې دې پېښه کې یو پولیس هم ټپي شوی دی.

دوی وايي بریدګر د جمعې په ورځ ځايي وخت څلور بجې پر خلکو ډزې وکړې.

اېف بي ای د دې برید د لامل موندو لپاره خپل پلاوی سیمې ته استولی او د ویرجینیا ښاروال رابرټ ډایر وايي، دې وژنې د ویرجینیا بیچ سمندرغاړې ښار د تاریخ تر ټولو توره ورځ جوړه کړه.

پولیس وايي، باوري دي چې بریدګر په یوازې سر د دې برید پلان جوړ او پلی کړ، خو اصلي انګېزه یې لا هم نه ده ډاګیزه شوې.

د انځور حقوق Reuters

دا ښار د امریکا د پلازمېنې واشنګټن سوېل ته د څلورو ګړیو په واټن پروت دی او دې سیمه کې د ګرځندوی یا سیلګرۍ یو مهم ساحل دی.

د ښاروالۍ ودانۍ یې هم د ویریجینیا بیچ اداري سیمه کې ده او د دې ښار د محکمې او پولیسو له مرکز څو ګامه لرې ده.

د قصدي ډزو اریشف وېبپاڼه- چې امریکا کې د دا ډول وژنو شمېر ریکارډوي- وايي د ویرجینیا بیچ ډزو سره دغه هېواد کې د سږنیو قصدي ډزرو شمېر ۱۵۰ ته ورسېد.