ورځپاڼې: خلیلزاد افغان سوله کې د پاکستان مرسته غواړي

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ ورځپاڼه ډېلي ټايمز وايي د امريکا استازى زلمى خليلزاد د افغان سولې په خبرو کې د ټپ ولاړ حالت ختمولو لپاره له پاکستان مرسته غواړي.

د ورځپاڼې په وينا يوه سرچينه چې په دغه برخه کې ډېر مالومات لري ورځپاڼې ته ويلي چې ښاغلى خليلزاد په دې تړاو د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کوي.

ورځپاڼه وايي د قطر خبرو کې په ټپ ولاړ حالت يو له دې امله رامنځته شوى چې امريکا په ډاگه له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش نه اعلانوي او طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو او اوربند شونتيا رد کړې.

بل لوري ته طالبانو خپل بريدونه هم ډېر کړي او ورځپاڼه په دې لړ کې کابل ښار کې پروني بريد ته هم اشاره کوي.

ليکوال وايي د سولې په خبرو کې نه پرمختگ له جگړې ستړي افغانان زړه تنگي کړي.

د اشرف غني او عمران خان د لیدنې هرکلی

د انځور حقوق Arg

زلمی خلیلزاد د افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان لیدنې هرکلی کوي او د کابل- اسلام اباد د اړیکو ښه کېدل د سیمې د پراختیا لپاره مهم بولي.

دواړو مشرانو د جمعې په ورځ په سعودي کې د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمشریزې بهیر کې سره لیدلي دي.

ښاغلي خلیلزاد خپل ټوېټر کې لیکلي: د کابل اسلام اباد د اړیکو ښه والی پر هغو فرصتونو د پانګونې لپاره مهم دي چې د سیمې د پراختیا، یو ځایېدلو، او نښلېدلو سبب کېږي.

نوموړي دا هم ویلي چې امریکا د افغان سولې بهیر کې همکارۍ ته تیاره ده.

د ارګ اعلامیه هم وايي چې اشرف غني او عمران خان پر دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې نښلولو، سوداګرۍ، سوله، امنیت او ترهګرۍ سره پر مبارزه خبرې کړې دي.

د انځور حقوق Getty Images

استراليايۍ کانبېرا ټايمز ورځپاڼه وايي افغان کرېکټ لوبډله د ٢٠١٥ کال له هغې بدله ده.

ورځپاڼه وايي دواړو لوبډلو ته لږ تر لږه يو ټکى يقينى دى، هغه دا چې نننۍ لوبه به د هغې لوبې تکرار نه وي چې د ٢٠١٥ م کال کرېکټ اتلوليو کې د د دواړو لوبډلو ترمنځ وشوه.

ليکوال وايي ٢٠١٥ م کال کې اسټراليا د کرېکټ د نړيوالو اتلوليو په تاريخ کې لوى برى تر لاسه کړ او د ٢٧٥ منډو په توپير يې لوبه وگټله.

ورځپاڼه وايي خو اوس يانې څلور کاله وروسته دا څرگنده ده چې افغان لوبډله دا پوتنسيل لري چې سږنۍ سيالۍ کې د لوبو بهير بدل کړي.

ورځپاڼه وايي افغان لوبډله اوس درې خطرناک سپېنر وېکټ اخيستونکي لري، راشد خان، مجيب الرحمان او محمد نبي.

ورځپاڼه په تمريناتي لوبو کې د افغان لوبډلې له لوري د پاکستان ماتېدا ته هم اشاره کوي.

د اسټراليا لوبډلمشر ارون فېنچ ويلي "هغوى (افغان لوبډله) رښتيا ځينې مهال د نړېوالې کچې سيالان ثابت شوي"

د ښاغلي فېنچ په وينا تاسو دغه راز يوه لوبډله عادي نشئ بللى.

د انځور حقوق MEHR
Image caption ایران کې د توکو بیه ۳۳ سلنه پورته شوې ده.

واشنگټن پوسټ وايي ايرانيان له امريکا سره د جگړې پرتله د خپل ځپلې اقتصاد له امله ډېر اندېښمن دي.

ورځپاڼه وايي ايرانيان د ټرمپ د ادارې له لوري د پوځي اقدام د گواښونو له امله اندېښمن دي خو وايي که جگړه وي او کنه دوى وار له مخه په خپل ورځني ژوند کې د جگړې مهال ته ورته اقتصاد سره لاس او گريوان دي.

ورځپاڼه وايي د امريکا له لوري لگېدلي بنديزونه د پيسو د پړسوب او د درملو او مهمو توکو د نشتوالي لامل شوي او له دغه ناوړه حالت د ژر هوسا کېدو احساس هم نه کېږي.

"ورځپاڼې د پلازمينې تهران له ځينو اوسېدونکو سره د ټيليفون له لارې خبرې کړې او يا هم د هغوى غږيز پيغامونه يې ترلاسه کړي چې وايي د منځني پوړ ايرانيان درانه کارونه کوي او يا د ژوند د لگښتونو پوره کولو لپاره دويمه دنده اخلي.

دغو خلکو ورځپاڼې ته ويلي خلک د جگړې د پېلېدا په اړه اندېښنې لري خو د هېواد د اقتصادي حالت په تړاو بيا ډېر بدبين دي.

د الهام په نامه د ايران يوه اوسېدونکي ورځپاڼې ته ويلي ژوند په ايران کې ډېر سخت شوى او د ډېرو زيانمنونکو ژوند بيا بشپړ ويجاړ شوي.