بسم الله وزیري: د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شوي

بسم الله وزیري د انځور حقوق ANA Chief of Staff Ofiice
Image caption د ښاغلي وزیري په وینا د طالبانو له بنده د بندیانو خوشي کولو لپاره هم ځانکړی امنیتي پلان لري.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هغو ولسوالیو او سیمو د بېرته نیولو لپاره یې ځانګړي عملیات پیل کړي دي، چې اوس د طالبانو په لاس کې دي.

د افغانستان لوی درستیز ډګر جنرال بسم الله وزیري په یوې خبرې غونډه کې، دا خبره وروسته له هغه وکړه، چې همدا نن 'جمعه جون ۷ ' افغان ځواکونو وویل، د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ یې له یوه کلن ځنډ وروسته بېرته له طالبانو ونیوله.

د ښاغلي وزیري په وینا د طالبانو له بنده د بندیانو خوشي کولو لپاره هم ځانکړی امنیتي پلان لري. نوموړي وویل:

''له ژمنې سره سم که یوه لوېشت ځمکه هم د افغانستان د دښمنانو په لاس کې وي، د وخت په تېرېدو سره به یې له دوی ازاده کړو او د افغانستان دولتي حاکمیت به هلته تامین کړو ''

د انځور حقوق GHAZNI GOV
Image caption طالبانو کال مخکې د ولسوالۍ ودانۍ له نیولو وروسته اور ورته کړی و ( ارشیف تصویر)

''''

له دې مخکې د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو وویل، افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت خواجه عمري ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیولې ده. دا ولسوالۍ شاوخوا یو کال د طالبانو په ولکه کې وه.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وویل، نن 'غبرګولي ۱۷/جون۷ ' افغان ځواکونو په دې ولسوالۍ عملیات کړي او د دې ولسوالۍ ولکه یې بېرته له طالبانو ترلاسه کړې.

پر خواجه عمري ولسوالۍ برید کې 'د وژل شویو شمېر لوړ' شوی

د غزني برید کې ولسوال او ګن کسان وژل شوي

بل لور ته د غزني والي وحیدالله کلیمزي یوې خبري غونډې ته وویل، چې د دغې ولسوالۍ بېرته نیول د غزنې هغو سیمو بېرته نیولو د پلان برخه دي چې د حکومت له کنتروله بهر دي:

''د هغه پلان له مخې چې د غزني د ځینو سقوط شویو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره په ولایتي کچه جوړ شوی، لومړی موږ د ده یک ولسوالي ونیوه او هلته زموږ ځواکونه مېشت شول او په دویم ګام کې موږ په ډېر لنډ وخت کې خواجه عمري ولسوالي هم د حکومت تر کنټرول لاندې ونیوه. ''

والي کلیمزی وايي، د ځینو ولسوالیو مرکزونه چې مخکې نورو سیمو ته لېږدول شوي وو، هغه به هم بېرته په خپلو پخوانیو موقعیتونو کې فعال شي.

Image caption د خواجه عمري ولسوال دوست شمس د طالبانو کال مخکیني برید کې وژل شوی و

یو شمېر ځايي اوسېدونکو هم له بي بي سي سره خبرو کې تایید کړې چې له یوې کوچنۍ نښتې وروسته افغان ځواکونه وتوانېدل، سیمه کې ځای پر ځای شوي ماینونه شنډ او د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانیو ته ننوځي.

بل لور ته د سیمې اوسېدونکو بي بي سي ته وویل، د ولسوالۍ ودانۍ تر څنګ په شاوخوا سیمه کې هم کومانډو ځواکونه لیدل کېږي، خو مرکزي ښار غزني ته غځېدلې لار لا هم تړلې ده او ګهیځ وختي يې هم په سیمه کې ډزې اورېدلې دي.

یو کال وړاندې د شپې مهال طالبانو په دې ولسوالۍ برید وکړ او تر نن سهاره یې په ولکه کې ساتلې وه. هغه مهال برید کې وسله والو د دې ولسوالۍ ولسوال علي دوست شمس هم وژلی و.

هغه مهال د غزني امنیتي چارواکو ویلي و چې په دې ولسوالۍ برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوې وو. په قربانیانو کې د ملي امنیت، پولیسو او سیمه ییزو پولیسو سرتیري شامل وو.

وسله والو طالبانو هغه مهال د ولسوالۍ ودانۍ ته اور ورته کړی و او د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته یې هم زیان اړولی و. طالبانو د دې ولسوالۍ له لاسه وتلو په اړه څه نه دي ویلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارشیف: په غزني د طالبانو د برید انځور

خواجه عمري د غزني ښار شمال برخه کې ۲۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. طالبانو لاس ته تر لویدو وړاندې دغه ولسوالۍ څه ناڅه امنه بلل کېده.

غزني کې د بي بي سي خبریال وايي، دا له ده یک وروسته په تېره یوه اونۍ کې دویمه ولسوالۍ ده چې د حکومتي ځواکونو لاس ته ورځي. خواجه عمري میدان وردګ ولایت ته څېرمه پرته ولسوالي ده.

افغان چارواکي ادعا کوي چې د خواجه عمري ولسوالۍ له بېرته نیول کېدو سره به د غزني او میدان وردګ ولایتونو تر منځ د وسله والو طالبانو تګ راتګ محدود شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب