کرنې وزارت: افغانستان کې به سږ د غنمو حاصلات ۴،۳ میلیون میټریک ټنه وي

غنم

د افغانستان د کرنې وزارت وايي، اټکل کوي چې د وچکالۍ په کمېدو سره سږکال د غنمو حاصلات ډېر شي او شاوخوا ۴،۳ میليونه میټريک ټڼه غنم به ترلاسه کړي.

د افغانستان د غنمو حاصلات تېرکال درې، اعشاريه درې ميلیونه ميټريک ټنه یاد شوي دي.

د افغانستان ختیځ ننګرهار کې هم چارواکي د تېرکال پرتله پرلس زره هکتاره ځمکه د غنمو کر ډېر يادوي. چارواکي وايي، تېر کال یې تر دوسوو ميټريک ټڼو له همدې ځمکو ترلاسه کړي او اټکل کوي چې سږکال به په دې ولايټ کې د غنمو حاصل تر پخوا شل سلنه زیاتوالی وکړي.

د زياتوالي لوی لاملونه یې د وچکالۍ کمېده او اصلاح شویو تخمونو وېش ياديږي.

د ننګرهار د کامې په نو آباد کې ناصر خان سږکال د خپلې ۶ جريبه ځمکې په ۳نيمه جريبه غنم کرلي دي. وایي سږکال چې بارانونه و، بروګانې او بادونه نه وو، نو د غنمو حاصل يې ښه و. دی وايي، سږکال يې نږدې دوه خرواره غنم ډېر شوي دي.

"د تېرکال حاصل مزه نه وه، سږکال بارانونونه ډېر و، زموږ خواري هم ورپسې ډېره وه، غنم ډک راغلي، دوه خرواره غنم به ډېر وکړي."

د افغان ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ملاتړې نوملیکنه پیل شوه

د سولې ولسي کاروان ۲۵ غړي د طالبانو له سیمې بېرته را ستانه شول

سږ اختر د جامو د نويو ډیزاینونو بازار تود دی

که څه هم د ننګرهار په بهسودو، کامې سره رود او شمېر نورو ولسوالیو کې د سبزۍ کر او بازار هم ښه دی، خو په ځېنو ولسوالیو کې د کوکنارو کر پر ځای غنم کرل شوي دي.

ځېنې کروندګر وایي، کوکنار يې ځکه نه دي کرلي چې تېرکال يې ښه بيه نه وه کړې.

د غنمو یو شمېر کروندګر وایي، د غنمو سږنيو کروندو تر بل هر وخت ښه وږي او دانې کړې وې، خو له اړوندو مسوولو ادارو ګيله من دي چې د دوی لاس نیوی یې نه دی کړی.

د۴۲ کلن نجيب الله سره مو د غنمو تهریشر په مهال وليدل. پنډ پنډ غنم تهريشر کېدل، غنم يوې خوا او بوس يې بل خوا بادېدل. ويل یې، دا یې د خپلې خوارۍاو لګښت پايله ده، نه چا تخم ورکړی او نه خو کومه تخنيکي روزنه ترلاسه کړې.

Image caption په ننګرهار کې د کرنې اداره وايي، سږ کال د کرل شوې ځمکې شمېر نږدې ۷۰ زره ته ختلی دی.

"تخمونه مې له ښاره په پيسو اخېستي دي. چا کوم مرسته راسره نه ده کړې، هر څه مو په خپلو پيسو اخېستي دي. تېرکال مې اوړه په بيه اخېستي و، ځکه مې غنم وکرل."

د ننګرهار د کانال له دولتي ځمکې هم سږکال د غنمو د حاصلاتو د ډېرېدو ويل شوي، خو چې غنم ترې په پوره ډول راټول شوي نه دي، کره شمېره موندل ستونزمن دي، خو د کانال رياست وايي، سږکال بارانونونه ډېر او امنيت پراخېدو د کانال د کرنیزې آبادې ځمکې شمېره ډېره کړې ده.

په ننګرهار کې د کرنې اداره وايي، تېر کال په دې ولايت کې پر شاوخوا شپيته زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي و چې چې تر دوسوو ميټريک ټڼو غنم ترې ترلاسه شوي و او سږ کال د کرل شوې ځمکې شمېر نږدې ۷۰ زره ته ختلی دی.

د ننګرهار کرنې رياست مشر ذبيح الله حسنزي مني چې ټولو کروندګرو ته یې اصلاح شوي تخمونه او نورې مرستې نه دي رسولي، خو زیاتوي ډېرو بارانونو پر للمي ځمکو غنم راشنه کړي او اوبو ډېروالي د دوی او کروندګرو په ګډو هڅو د تېرکال پرتله به د غنمو حاصل تر تېرکال شمېرې شل سلنه زیاتوالی وکړي.

افغانستان هر کال ۶ ميليونه ميټريک ټنه غنمو ته اړتیا لري، چې نږدې ۴ ميليونه له خپلو ځمکو او تر دوو مېليونو ميټريک ټڼه غنم له نورو هېوادونو قزاقستان، ازبکستان او پاکستان په بيه اخلي.

که څه هم د افغانستان د اوړو بازارونه پاکستاني، تاجکي او قزاقستاني وړو نيولي، خو هیلې دا دي چې که وچکالي نه وي، د غنم کر او حاصل به لا ښه کېږي او د غنمو حاصل به د کروندګرو له خپلې اړتيا ورهاخوا د نورو برخه هم کوي.

افغانستان چې يو کرنېز هېواد دی، مهم پيداوار يې هم دا غنم دي. وروستی کلونه دلته د وچکالۍ له امله د غنمو کر پيکه پرېښده، خو کروندګر وایي، که وچکالي او طبیعي افتونه نه وي، همدا غنم د افغانستان د ډېرو وګړو دسترخوانونه غوړيدلي ساتلي شي.

ورته مطالب