"د فوټبال فدراسیون پخواني مشر له قضايي تعقیبه ځان پټ کړی"

فوټبال د انځور حقوق AFP
Image caption لویې څارنوالۍ څو ځله له ښاغلي کریمه وغوښتل چې د څېړنو لپاره څارنوالۍ ته ورشي خو هغه دې کار ته غاړه نه ده ایښې.

یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ومنله چې د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام الدین کریم چې د نجونو فوټبالغاړو د جنسي ځورونې په تور یې د نیولو حکم شوی، ورک دی.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په یوه میاشت کې پولیسو ونه شوای کړی نوموړی ومومي. لویه څارنوالي وایي د ښاغلي کریم د نیونې حکم یوه میاشت وړاندې هغه مهال وشو چې د جنسي ځورونې قضیه کې د تحقیقاتو له پاره ورنغی.

دا برسېرېدنې د فوټبال د نړیوالې ادارې تر دې حکم یوه ورځ وروسته راځي چې کرام الدین کریم د ټول ژوند له پاره له فوټبال سره تړلې برخه کې کار نه شي کولای.

فیفا دغه راز د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ د نجونو په جنسي ځورونه کې نوموړی د خپل مقام په ناوړه کارونه پړ بللی او یو میلیون ډالره جریمه کړی دی. کرام الدین کریم او د افغانستان د فوټبال فدراسیون پنځه نور جګپوړي چارواکي ددې قضیې په تور له بهر تلو منعه شوي وو، خو لا جوته نه ده چې نوموړی به چېرته پټ وي او د ورکېدو خبر یې ولې افغان چارواکو مخکې برسېره کړی نه دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي د څو ځله له ښاغلي کریمه غوښتل شوي چې د څېړنو لپاره څارنوالۍ ته ورشي خو هغه دې کار ته غاړه نه ده ایښې. نو لویې څارنوالۍ یوه میاشت وړاندې د هغه د نیولو حکم د افغانستان کورنیو چارو وزات ته استولی و چې هغه ونیسي.

د نوموړي د نیولو حکم لویې څارنوالۍ نن رسنیو ته په ډاګه کړ.

ښاغلی رسولي وايی د لویې څارنوالۍ څېړنې تر یوه ځایه بشپړې شوي او له ښاغلي کریم څېړنو ته په تمه دي.

نوموړی زیاتوي چې ددې قضیې پلاوي اروپا ته هم سفر کړی او له قربانیانو سره یې خبرې کړي.

دده په خبره ددوی څېړنې او دوسیه هم تر یوه حده وروستۍ شوې ده.

هغه ددې په اړه چې ولي په یوه میاشت کې د کورنیو چارو وزارت ونه شوه کولی چې ښاغلي کریم ونیسي وویل چې په دې اړه باید د کورنیو چارو وزارت معلومات ورکړي.

ښاغلي رسولي په دې اړه جزیات ونه ویل چې ولې تر یوې میاشتې د کورنیو چارو وزارت نه دی توانیدلی چې د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر ونیسي.

ښاغلي رسولي په دې اړه چې ایا ښاغلي کریم په افغانستان کې دی یا بهر؟ وویل چې باید په دې اړه امنیتي بنسټونه معلومات ورکړي.

هغه وویل چې له ښاغلي کریمه له له څېړنو وروسته به معلومات له خلکو سره شریک کړي.

د انځور حقوق Mary Evans Picture Library
Image caption د افغان ښځینه فوټبال لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره خالده پوپلزۍ وايي، پر ښاغلي کرام لګېدلي بندیز خوشحاله کړې، خو په وینا یې دا یوازې لومړی ګام دی.

بلخوا د نړیوال فوټبال چارو سمبالونکې ادارې (فیفا) د افغانستان فوټبال فدراسیون پر پخواني مشر کرام الدین کرام د ښځینه لوبغاړو جنسي ځورونې له کبله د ټول عمر لپاره بندیز لګولی. نوموړی همدې قضیه کې نژدې یو میلیون ډالر جریمه شوی هم دی.

لږ تر لږه پنځه افغان ښځینه فوټبال لوبغاړو پر نوموړي تور پورې کړی و چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ یې په جنسي توګه 'پرلپسې ' ځورولې دي. په تېر دسمبر کې د دغې موضوع له رسوا کېدو وروسته فیفا د کرام الدین کرام په ګډون د پنځو چارواکو دندې وځنډولې.

د افغان ښځینه فوټبال لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره خالده پوپلزۍ وايي، پر ښاغلي کرام لګېدلي بندیز خوشحاله کړې، خو په وینا یې دا یوازې لومړی ګام دی.

که څه هم د افغانستان فوټبال چارواکو او یو شمېر ښځینه لوبغاړو په لومړي سر کې پر ښاغلي کرام لګېدلي تورونه بې بنسټه بللي وو، خو "فیفا" چارواکو هغه مهال وویل، د افغانستان د سپورتي چارواکو د دغه هېواد د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د جنسي او فزیکي ځورونې د تورونو پلټنه یې پیل کړې ده.

ورته مطالب