که واده غواړئ، لومړی د اوبو ټانکر راولئ

کابل د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ګجرات اوسېدونکی جوشي وايي، که هلته څوک واده غواړي، باید له ۲۵ کیلومتره لرې د اوبو یو ټانکرونه راوړي.

د هند په ډېری سیمو کې له وړاندې د واده تاریخ ټاکنه یو عادي دود دی، خو ددې هېواد په شمالي ګجرات سیمه کې واده د اوبو د ټانکر په بنسټ ټاکل کیږي. شمالي ګجرات چې د هند او پاکستان پر پوله کلی دی چې پکې یوازینی جهیل وچ شو او خلک او څاروي د اوبو له کموالي سره مخ شول.

له تېرو څو کلو راهیسې، د واده موسم او وچکالي سره یوځاى راځي او د دې سیمې اوسېدونکي باید په ودونو کې د اوبو لپاره ټانکرونو باندې تکیه وکړي.

د دې کلي اوسېدونکی جوشي وايي، که هلته څوک واده غواړي، باید له ۲۵ کیلومتره لرې د اوبو یو ټانکرونه راولي.

د ده په خبره په کلي کې د یو ټانکر رازښت دوه زره هندۍ روپۍ دي او هغه څوک چې واده کوي باید درې یا څلور ټانکره اوبو خرچه وکړي چې لګښت یې تر لس زره روپو رسیږي.

هغه وايي واده کې د اوبو ټانکر تر ټولو مهم څیز دی، د واده په تیارۍ کې تر ټولو لومړی کار د اوبو راوړل دي، ځکه چې دده په خبره کله کله ان تر ۴۰ یا ۵۰ کیلومټره واټن هم اوبه ترلاسه کول ستونزمن وي.

د بي بي سي ګجراتي برخې ډله دې کلي ته ورغلې او ددې سرحدي سیمې د اوسېدونکي امرا جي واده کې یې ګډون کړی دی. ددوی په کور کې د پخلي او څښاک لپاره اوبه له لیرې سیمې راوړي.

Image caption ددې کلي اوسېدونکي وايي، دا سیمه کلک او ریګي دی، دلته اوبه کمې شوي او اړتیا وړ اوبه له لیریو سیمو راوړل کیږي.

ددې کلي اوسېدونکي وايي، دا سیمه کلک او ریګي دی، دلته اوبه کمې شوي او اړتیا وړ اوبه له لیریو سیمو راوړل کیږي.

دوی وايي د کوچنیو ودونو لپاره پنځه او د لویو لپاره لس ټانکره اوبه اړتیا وي.

په دې کلي کې چې څومره په نورو تیاریو لګښت کیږي، همدومره پر اوبو مصرف کیږي.

په دې سیمه کې د خلکو په باور که د اوبو ټانکر نه وي، واده کېدای نه شي.

د هند او پاکستان په دې سرحدي سیمه کې مشران وايي، ددوی په ودونو کې د اوبو راوړلو لپاره زرګونه روپۍ لګیږي.