افغان حکومت لسګونه طالب بنديان له زندانونو خوشي کړل

بنديان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سرچینې په وینا ټاکل شوې روانه اوونۍ د څرخي پله د زندان په ګډون له څو نورو محبسونو هم لسګونه بندیان خوشي شي

افغان دولت لسګونه طالب بندیان له زندانونو خوشي کړي، دا کسان د هغو نژدې ۹۰۰ بندیانو له منځه دي چې ولسمشر غني يي د اختر په ورځ د خوشي کېدو اعلان کړی و.

د کورنیو چارو وزارت یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ويلي، له تېرې ورځې راهیسې د ننګرهار، فاریاب، کاپیسا، بغلان، لغمان، کونړ او د پکتیا ولایت له بند خونو څخه ۶۸ طالب بندیان خوشي شوي دي.

د يادې سرچینې په وینا ټاکل شوې روانه اوونۍ د څرخي پله د زندان په ګډون له څو نورو محبسونو هم لسګونه بندیان خوشي شي.

بي بي سي ته سرچینې ویلي، دا کسان تر ډېره د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو نیول شوي خو د خوشي کېدونکو طالبانو په منځ کې داسې څوک نشته چې د اعدام په سزا محکوم وي.

د طالب بندیانو د خوشي کېدو په بهیر کې ښکېل یوه بل چارواکي له بي بي سي سره په خبرو کې تر دې دمه د خوشي شویو بندیانو شمېر ۱۳۰ تنه ښودلی، د ده په وینا د دوی له منځ یواځې ۸۶ تنه يي د پروان له محبسه چې د بګرام په زندان په نوم مشهور دی خوشي شوي دي.

طالبانو ویلي د دغو بندیانو د خوشي کېدو په تړاو ورسره هېڅ معلومات نه دي شریک شوي.

د دغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل "ازادي د دغو کسانو خپل حق دی او په طالبانو دې هېڅ احسان نه اچول کېږي".

د انځور حقوق ARG
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کمکي اختر له لمانځه وروسته وویل، د افغانستان له زندانونو به ۸۸۷ طالب بندیان ازاد شي

ولسمشر غني تېره اوونۍ د کمکي اختر په مناسبت خپله وینا کې اعلان وکړ چې د مشورتي لويې جرګې د غوښتنې پر بنسټ ۸۸۷ طالب بندیان خوشي کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي هغه کسان چې د ولسمشر د فرمان له مخې خوشي کېږي تر ډېره ناروغان او هغه کسان دي چې د بند موده يي په بشپړیدو ده.

د افغان دولت له بند خونو څخه د طالب بندیانو د خوشي کېدو له اعلان سره هم مهاله دغې خبر غبرګونونه هم را وپارول او تر ډېره اندېښنه دا ده چې هسې نه خوشي کېدونکي کسان بېرته د جګړو لیکو ته مخه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د یوه خصوصي تلویزون، سره په خبرو کې د دغو اندېښنو په غبرګون ویلي هڅه کېږي چې بېرته جګړې ته ستنېدونکي طالبان خوشي نشي.

خو ده په ورته وخت کې دا اټکل هم نه دی رد کړی چې دوی به یو ځل بیا د افغان ځواکونو پر وړاندې وسله نه پورته کوي.

ورته مطالب