ورځپاڼې: عادي طالبان سولې ته لېواله دي

د سولې ولسي حرکت
Image caption د سولې يوۀ لاريونوال نيويارک ټايمز ته ويلي، دوى چې له عادي طالبانو سره خبرې وکړې هغوى د سولې په تړاو قانع برېښېدل

نيويارک ټايمز هلمند کې د طالبانو د ولکې سيمو ته د سولې د لاريونيانو د ورتگ په اړه يو مطلب خپور کړى. ورځپاڼه وايي د سولې د لاريونيانو دغه خيالپاله یا ايډياليسته ډله وتوانېده چې په خپله ډېره ځنډېدلې هڅه کې بالاخره بريالۍ شي او د افغان حکومت له غليمانو سره مخامخ کېني.

ورځپاڼې د لاريونيانو په وينا ليکلي، طالبانو سولې لپاره دوى ته ورته لېوالتيا لرله، خو دوى وموندل چې د افغان حکومت او طالبانو مشران سره ورته دي.

د دوى په وينا د طالبانو او حکومت مشران هغه راز تېرېدنو ته راضي نه دي چې جگړه ختمولى شي. دوى ويلي دا د جگړې ١٨م کال دى او ان د دوى لارويان هم د دغه راز گامونو غوښتونکي دي.

د سولې يوۀ لاريونوال نيويارک ټايمز ته ويلي، دوى چې له عادي طالبانو سره چې خبرې وکړې هغوى د سولې په تړاو قانع برېښېدل خو د طالبانو مشرانو ورته وويل، "تاسو زموږ وسلوال سولې ته هڅولى شئ خو مشران به تر هغه چې غوښتنې يې منل شوې نه وي هېڅکله خپل نظر بدل نکړي."

د سولې ولسي کاروان ۲۵ غړي د طالبانو له سیمې بېرته را ستانه شول

د سولې ولسي کاروان ۲۵ غړي د طالبانو له سیمې بېرته را ستانه شول

د جګړې غم ځپلی او د سولې ارمانجن عبدالغني کاکا ومړ

دغه لاريونوال وايي هغوى هم د حکومت د مشرانو په څېر دي چې پر جگړې ټينگار کوي.

يوۀ بل لاريونوال ورځپاڼې ته ويلي تېره پنجشنبه وړاندې له دې چې لاريونيانو ته د طالبانو له سيمې د وتلو اجازه ورکړل شي يو طالب ساتونکى ورته ورغى او ورو يې ورته وويل، دى هم غواړي چې د دوى د سولې له لاريون سره گډ شي.

ملېټري ټايمز مهالنۍ

امريکايۍ ملېټري ټايمز مهالنۍ ليکي چې داعش په افغانستان کې پراخېږي او لوېديځ ته گواښ جوړوي. مطلب وايي دغې ډلې سوريه او عراق کې خپل خلافت بايللى خو په شمال ختيځو غرونو کې خپلو ليکو ته نوي کسان گوماري، او د امريکا او اروپا پر ضد بريدونه پلانوي.

افغانستان کې د امريکا يوۀ استخباراتي چارواکي اسوشېیټډ پرېس اژانس ته ويلي، کابل کې وروستي بريدونه اروپا او امريکا کې د لويو بريدونو لپاره تمرين دى.

جورج ټاون پوهنتون کې د امنيتي مطالعاتو د مرکز مشر بروس هوفمن ويلي افغانستان د داعش لپاره نوى شونى مرکز دى.

د ده په وينا دغې ډلې افغانستان ته يې په نامتناسب ډول پام او سرچينې اړولي دي. د ورځپاڼې په وينا د نوموړي اشاره په ختيځ کې په لويه کچه د وسلو زېرمه کېدو ته وه.

خلیج ټایمز ورځپاڼه

خليج ټايمز خپله سرليکنه زموږ پر ژوندانه د سلفي اغېز ته ځانگړې کړې. ورځپاڼه وايي سلفي زموږ ژوند له موږ اخيستى. ليکوال وايي د لمر د پرېوتو پر مهال د سمندر پر غاړې و ډېره ښه منظره وه خو زما پام تر ډېره هغو گڼو وگړو ډېر ځانته اړولى و چې په ليکه ولاړ د خپلو وو او د گرځنده ټيليفونو سکرينو يا ښېښو ته یې کتل او پر سلفي اخيستو بوخت و. د لمر د پرېوتو منظرې دوى لپاره مانا نلرله.

ورځپاڼې د يوۀ سلفي خوښوونکي خبرې راخيستې چې وايي سلفي د خپلو جذباتو څرگندولو يو خوځښت دى. خو د ليکوال په وينا بيا هغه وگړو لپاره چې د سلفي د غورځنگ په څنډو کې ناست دي دا ټول بې مانا برېښي.