طالبان: د خپلو بندیانو خوشي کېدل ښه ګام بولو

  • 11 جون 2019 - 21 غبرګولی 1398
د انځور حقوق Herat GOV
Image caption وسله والو طالبانو د افغان حکومت له زندانونو د خپلو یو شمېر زندانیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی دی

وسله والو طالبانو د افغان حکومت له زندانونو د خپلو یو شمېر زندانیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی دی. دغې ډلې په یوه علامیه کې ویلي چې طالبانو تل د حکومت له نیول شویو کسانو سره د بند پر مهال ښه چلند کړی او د حکومت لخوا د طالب بندیانو د ازدیدو هرکلی کوي، او د دې لړۍ د دوام غوښتنه یې کړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کوچني اختر پر ورځ د کابو ۹۰۰ طالب زندانیانو د خوشي کولو اعلان کړی و. په تېرو دوه ورځو کې افغان چارواکو له دې ډلې د لسګونو طالبان زندانیانو د خوشې کولو خبره کړې.

خو طالبانو رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي چې د دوی د معلوماتو پر اساس له ۸۸۷ کسیز لېست نه یوازې ۲۶۱ یې په دوي پورې تړاو لري.

افغان حکومت لسګونه طالب بنديان له زندانونو خوشي کړل

طالبان: د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش اختلاف کم شوی

طالبان: ملابرادر د خبرو او کتنو لپاره مسکو ته تللی

طالبان په دغه اعلامیه کې وايي چې پاتې نور یې افغان حکومت او امریکايي ځواکونو په بېلا بېلو ځایونو کې د چاپو پر وخت، یا له لویو لارو او یا هم د ناسمو معلوماتو پر اساس نیولي او دا کسان په جګړو کې ښکېل نه وو.

پرون دوشنبه د کورنیو چارو وزارت یوې باوري سرچینې بي بي سي ته وویل، له تېرې ورځې راهیسې د ننګرهار، فاریاب، کاپیسا، بغلان، لغمان، کونړ او د پکتیا ولایت له بند خونو څخه ۶۸ طالب بندیان خوشي شوي دي.

د انځور حقوق Herat GOV
Image caption د طالب بندیانو د خوشي کېدو په بهیر کې ښکېل یوه بل چارواکي له بي بي سي سره په خبرو کې تر دې دمه د خوشي شویو بندیانو شمېر ۱۳۰ تنه ښودلی

د يادې سرچینې په وینا ټاکل شوې ده چې په روانه اوونۍ کې د څرخي پله د زندان په ګډون له څو نورو محبسونو هم لسګونه بندیان خوشي شي.

بي بي سي ته سرچینې ویلي، دا کسان تر ډېره د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو نیول شوي خو د خوشي کېدونکو طالبانو په منځ کې داسې څوک نشته چې د اعدام په سزا محکوم وي.

د طالب بندیانو د خوشي کېدو په بهیر کې ښکېل یوه بل چارواکي له بي بي سي سره په خبرو کې تر دې دمه د خوشي شویو بندیانو شمېر ۱۳۰ تنه ښودلی.

د ده په وینا د دوی له منځ یواځې ۸۶ تنه يي د پروان له محبسه چې د بګرام په زندان په نوم مشهور دی خوشي شوي دي.

ورته مطالب