''امریکا د افغان سولې بهیر کې له جرمني مرسته غوښتې''

مارکس پوتزل د انځور حقوق markus potzel@Twitter

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی وايي، امریکا د افغان سولې بهیر په برخه کې د جرمني مرسته غوښتې. مارکس پوتزل کابل ته د خپل سفر په بهیر کې ویلي، د امریکايي او طالب استازو تر منځ د سولې خبرو تېرو شپږو پړاوونو پام وړ پایله نه درلوده.

د هغه په وینا د افغان سولې په بهیر کې د اسانتیاو رامنځته کولو په موخه یې افغانستان او سیمې ته سفرونه پیل کړي دي. نوموړي کابل کې خبریالانو ته وویل:

''ښاغلي خلیلزاد له موږ او اروپايي ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه. ښاغلی خلیلزاد د طالبانو له استازو سره له شپږ پړاوه خبرو وروسته هم کومې پایلې ته نه دی رسېدلی. ''

یوې باوري سرچیني بي بي سي ته ویلي، چې د افغان سولې بهیر اووم پړاو خبرې کېدای شي د روانې جون میاشتې په وروستیو کې په قطر کې ترسره شي.

د دغې سرچینې په وینا په دغه پړاو خبرو کې د طالب استازو او افغان حکومت تر منځ سولې خبرې په اجنډا کې نشته.

له دې مخکې د افغانستان سولې عالي شورا وویل، جرمني د افغانانو خپلمنځي خبرو ته چې تمه ده راتلونکو لسو ورځو کې پیل شي، د اسانتیا برابرولو لپاره چمتوالی ښودلی دی.

دا شورا هیله منه ده چې روانې هڅې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته لار برابره کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مارکس پوتزل کابل ته د خپل سفر په بهیر کې ویلي، د امریکايي او طالب استازو تر منځ د سولې خبرو تېرو شپږو پړاوونو پام وړ پایله نه درلوده.

د سولې شورا ویاند غفور احمد جاوید وايي، جرمني د دې او بیا ازبکستان او خپله جرمني کې د راتلونکو ناستو لپاره اسانتیا برابروي.

''جرمني مختلفې اسانتیاوې برابرولای شي، لکه همغږي د اړیکو جوړول، هغه هېوادونه چې ګاونډیو هېوادونو سره ښه اړیکي لري هغه ډېر مهم دي او جرمني هم دا ډول هېواد دی چې سیمه کې ښه اړیکي لري او له افغانستان پاکستان سره یې اړیکي ښه دي، ځکه دې برخه کې ګټور تمامېدلی شي. ''

جرمني پر ۲۰۰۱ کال د طالبانو رژیم له پرځېدو وروسته د بن کانفرنس کوربه و چې پکې د حامدي کرزي په مشرۍ لنډمهالې اداره جوړه شوه.

برلین تر واشنګټن وروسته له افغانستان سره دویم لوی مرستندوی هېواد دی او د سولې بهیر کې یې رول اغېزناک بلل کېږي.

جرمنانو له طالبانو سره د سولې خبرو کې پر خپل رول څه نه دي ویلي، خو د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوز پوتسل تېره میاشت قطر کې له طالب مشرانو او هم په کابل کې له افغان چارواکو سره دوه ځله پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د سیاسي چارو کارپوه او جرمني کې د افغان کشالې ګڼو ناستو ګډونوال عزیز رفیعي وايي، د افغان سولې بهیر کې د بې پرې هېواد په توګه جرمني اغېزناک کېدلی شي.

''افغان کشاله کې نېغه ونډه نه لري، دا د سولې بهیر کې ډېره ښه اسانتیا راولي او د ښکېلو لورو لپاره باور جوړولی شي، اقتصادي منابع لري او د کړکېچ پر مهال او له سولې وروسته پرمختیايي پروګرامونه پرمخ بوولی شی، بل ټولو خواوو ته ډېر بې پرې هېواد دی او ښه باور جوړولی شي. ''

د طالبانو غبرګون

له دې مخکې قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین هم رسنیو ته ویلي جرمني افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د مرستې وړاندیز کړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد هم اروپا ته په وروستي سفر کې له جرمن چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د انځور حقوق Afghan High Peace Council presidency

ښاغلي خلیلزاد برلین ته تر تلو وروسته خپل ټوېټر کې لیکلي له جرمن چارواکو سره لیدنه کې د اوسلو پر راتلونکې ناسته او د جرمني او قطر په کوربتوب د افغانانو پر خپلمنځي خبرو غږېدلی دی.

دا مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان له سیاستوالو او مدني ټولنې غړو سره پر خبرو بوخت دی.

د سولې خبرو کې یوې کېلې سرچینې بي بي سي ته ويلي ټاکلې ده، روانه میلادي میاشت د طالبانو او امریکایانو د خبرو اووم پړاو پیل شي.

د طالبانو او د افغانستان د سیاسي ګوندنو ترمنځ تېره وري میاشت کې د قطر په کوربتوب د افغانانو د خپلمنځي خبرو له ځنډېدو وروسته اوس هڅه دا ده چې د جرمني په ملاتړ دوحه کې دا ډول ناسته وشي.

ورته مطالب