افغانستان کې لاهم شاوخوا ۲ میلیونه ماشومان درانه کارونه کوي

  • 12 جون 2019 - 22 غبرګولی 1398
ماشومان د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي څه باندې دوه ميليونه افغان ماشومان د خپلو کورنيو د اقتصادي چلوونې له پاره په کار بوخت دي چې سم نيمايي يې سخت کارونه کوي.

د وزارت په وينا، د جگړې، بي وسۍ او بيوزلۍ له کبله کورنۍ اړوتې چې د زده کړې پرځاى پر خپلو ماشومانو کار وکړي.

د ماشومانو د کار په اړه دغه شميرې نن د جون پر ١٢ د ماشومانو د کار مخنيوې پر نړيواله ورځ رادبره کېږي.

د وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ میلیونه ماشومان ژوند کوي چې د ټول نفوس نژدې نیمايي برخه جوړوي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی وايي، د نورو ولایتونو پرتله په کابل، بدخشان او هلمند کې ډېر ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

"شاوخوا یو اعشاریه نهه میلیونه ماشومان په درنو یا شاقه کارونو بوخت دي. دا کوچنۍ شمېره نه بلکې لویه شمېره ده. افغان حکومت دې ته ژمن دی چې ماشومانو ته پاملرنه وکړي او د هغوی ښه وضعیت ته ژمن دي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جگړې، بي وسۍ او بيوزلۍ له کبله افغانستان کې کورنۍ اړوتې چې د زده کړې پرځاى پر خپلو ماشومانو کار وکړي.

نژدې یو میاشت مخکې ولسمشر غني د یو تقنیني فرمان په بنسټ افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ قانون له اوږد ځنډ وروسته لاسلیک کړ.

دغه قانون څو وارې ولسي جرګې ته د تصویب لپاره استولی شوی و خو هر وار به ردېدو.

ددې قانون له مخې هر هغه کس چې ۱۸ کلنۍ عمر نه وي پوره کړی، ماشوم شمېرل کیږي.

د یونیسیف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې د معلوماتو له مخې افغان ماشومان نه یوازې کار کولو ته اړیستل کیږي بلکې ۳،۷ میلیونه یې له زدکړو هم بې برخې دي.

ددې ادارې ویاند فرید ارین وايي، افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

افغان ماشومان تر ډېره، د خښتو په بټیو، د سړک پرغاړه د توکو پلورلو، د مستریانو په هټیو او نورو ځایونو کې سخت کار کوي.

ورته مطالب