کابل: هغه پولیس نیول شوی چې ویزه غوښتونکي یې وهلي ټکولي

کابل د انځور حقوق SOCIAL MEDIA

د افغانستان کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، هغه پولیس یې نیولی چې د پاکستان ویزه غوښتونکي کسان یې وهلي ټکولي دي او نامناسبه رویه یې ورسره کړې.

له نن ګهیځ راهیسې په خواله رسنیو کې یوه ویډیو لاس پر لاس کېده چې پکې یو پولیس افسر ځینې کسانو سره د تاوتریخوالي په حالت کې لیدل کېږي.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې یو شمېر کسان د پاکستان سفارت خوا کې د ویزه غوښتنلیکونو وړاندې کولو لپاره یو ځای شوي، چې یو پولیس افسر له سپکو سپورو خبرو وروسته یو سپین ږیری سړی پورې وهي او پر ځمکه یې ولي.

د دغې ویډیو په تړاو پر خواله رسنیو د ګڼ شمېر افغان کاروونکو غبرګونونه پاریدلي دي. د افغانستان کورنیو چارو وزارت اوس د دغه پولیس افسر د نامه او دندې له یادولو سره ویلي چې نیول شوی دی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې دغه افسر پېژندل شوی دی او جدي قانوني چلند به ورسره وشي. د پاکستان سفارت ته هره ورځ لسګونه کسان د ویزې له غوښتنلیکونو سره ورځي او د سختې ګڼې ګوڼې په حال کې تر ساعتونو پورې انتظار کوي.

Image caption د افغانستان کورنیو چارو وزارت د ویندوی فېسبوکي پیغام

له دې مخکې د تېر کال دسمبر کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و، د خلکو د شکایتونو او د نظارتي ټیمونو د راپورنو پر بنسټ یې په کابل کې د پاکستان سفارت ټول امنیتي پرسونل له دندې ګوښه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي هغه مهال وویل، له دې پولیسو شکایت شوی و چې ګواکې د پاکستان د ویزې اخیستلو په برخه کې یې له خلکو بډې اخیستې.

له دې وړاندې هم په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پاکستان ویزې اخیستو په برخه کې دفساد او بډو اخیستو رپوټونه خپاره شوي وو.