سرچینې: ملابرادر د سولې خبرو اترو لپاره چین ته تللی دی

ملا برادر
Image caption په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته دا د ملا عبدالغني برادر (چپ) دوهم نړیوال سفر دی.

افغان طالبانو ته نږدې سرچینو بي بي سي ته ویلي، د دې ډلې سیاسي مرستیال او د قطر دفتر سمبالوونکی ملا عبدالغني برادر له چینایي چارواکو سره د افغان سولې په اړه د غږېدو له پاره بېجېنګ ته تللی دی.

سرچینې وایي طالبان غواړي له امریکایانو سره د خبرو تر له اووم پړاو وړاندې د خپلو دریځونو په اړه د افغانستان ګاونډیانو ته مالومات ورکړي.

نا تایید شوي رپوټونه وایي ملا برادر او ملګرو یې چې یو یې پخوانی طالب وزیر امیرخان متقي ښودل شوی، د چین د بهرنیو چارو وزارت او استخباراتو له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

په اسلام آباد کې ځایي خبریال طاهر خان وايي، چین د افغانستان په ټولو معاملاتو کې رول لري نو ځکه طالبان هم دا په پام کې نیسي. دی وايي چې د طالبانو یوه پخواني ویاند عبدالحي مطمین ده ته تایید کړې چې طالب پلاوی چین ته تللی.

طاهرخان وايي "اوس طالبان نه غواړي هرڅه د پاکستان له لارې وکړي، بلکې غواړي مخامخ یې وکړي."

تېره می میاشت کې ملا برادر د یوه څوارلس کسیز پلاوي د مشر په توګه مسکو ته ولاړ او هلته یې له روسي چارواکو سره ډیپلوماتیکي کتنې وکړې او په بین الافغاني غونډه کې یې ګډون وکړ.

په افغان سیاسي څېرو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ولسمشرۍ د ټاکنو کاندید حنیف اتمر، د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي، د بلخ پخواني والي عطا محمد نور، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق او یو شمېر نورو کسانو هم د مسکو په هغه ناسته کې ګډون درلود.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په مسکو کې ملا برادر په لومړي ځل رسنیو ته راڅرګند شو

ملابرادر د مسکو په غونډه کې وویل، په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره مهمه ده چې لومړی د بهرنیانو لخوا د افغانستان "اشغال" ختم شي.

ښاغلي برادر د افغان سولې لپاره د امریکایي حکومت له خوا ټاکل شوي پلاوي او ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره څو ځلې وکتل، خو کومې وروستۍ پرېکړې ته سره ونه رسېدل.

تر دې دمه امریکايي پلاوي په شپږو پړاوونو کې له طالبانو سره کتلي.

ملابرادر په پاکستان کې له څو کاله زندان وروسته سږ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه له اسلام اباده په یوه ځانګړې الوتکه کې قطر ته ولاړ او هلته د طالبانو د سیاسي دفتر مشري ور وسپارل شوه.