عبدالله عبدالله د سیمې له هېوادونو د همکارۍ غوښتنه کړې

د انځور حقوق FB/Abdullah Abdullah

افغان اجراییه مشر عبدالله عبدالله د سیمې پر هېوادونو غږ کړی چې په افغانستان او سیمه کې د ګواښونو له منځه وړلو او سولې ته د رسېدو په خاطر په خپلو منځو کې همکاري ډېره کړي.

ښاغلي عبدالله چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې يي د اسیايي هېوادونو تر منځ د باور جوړونې سرمشریزې 'سیکا 'ته وینا کې وویل، 'افغانستان له یوه مهم پړاوه تېریږي او د سیمې هېوادونو ښه همکاري کولای شي چې ټوله سیمه ثبات ته ورسوي. '

سیکا په خپل ډول کې د اسیايي هېوادونو تر منځ د همکاریو او باور جوړونې ناسته ده او دا په تېرو ۲۲ کالونو کې پنځم ځل دی چې غړي او څارونکي هېوادونه یې د سیمې په وضعیت سره جرګه کېږي.

ولسمشر غني: افغان سولې لپاره دې نړیواله او سیمه ییزه ټلواله جوړه شي

په پښتو ژبه د مودي ټویټ او د سولې لپاره د افغانستان د هڅو ملاتړ

د افغانستان په استازیتوب اجراییه مشر عبدالله عبدالله په دغې غونډه کې ګډون کړی. نوموړي په خپله لنډه وینا کې وویل:

''له ترهګریزو کړو وړو څخه پیدا کیدونکي ګواښونه لا هم زمونږ د هېواد او سیمې پر وړاندې جدي خنډونه دي، روان کړکیچن امنیتي وضعیت د پراختیا او اقتصادي همکاریو پر وړاندې جدي ستونزې را ولاړې کړي ځکه نو ستونزو او ګواښونو ته د رسیدا پخاطر د ګډو هڅو او همکاریو ته جدي اړتیا ده، دې موخې ته د رسیدو په خاطر اړینه ده چې د سیمې ټول هېوادونه په بېلابېلو برخو کې په تېره هم په امنیت کې له یو بل سره مرسته وکړي. ''

د سیکا سرمشریزه چې په هرو څلور کالو کې یو ځل جوړیږي، ۲۷ غړي هېوادونه او اته څارونکي لري او تر ډېره د سیمې په وروستیو پرمختګونو او ننګونو پکې بحث کېږي.

افغانستان د سیکا یا د اسیايي هېوادونو تر منځ د باور جوړونې او همکاری سرمشریزې بشپړ غړیتوب لري. په دې غونډه کې د چین، روسيي، بنګله دېش، شري لنکا، ایران، ترکیي او منځنی اسیا هېوادونو څخه ۱۲ ولسمشرانو هم ګډون کړی وو.

د انځور حقوق FB/Abdullah Abdullah

ټاکل شوي د دغې غونډې وروستۍ ګډه اعلامیه په دویمه ورځ یعنې سبا خپره شي. له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای همکاری ټولنې سرمشریزې ته چې تېره ورځ د قرغیزستان په پلازمینه بېشکیک کې جوړه شوي وه وینا کې هم د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې ټلوالې په جوړیدو ټینګار کړی و.

ولسمشر غني هغې سرمشریزې ته په وینا کې دا هم ویلي وو چې د افغان کړکېچ د سیاسي اواري لپاره د امریکا پر ژمنتیا او هلو ځلو باور لري، خو په وینا یې که په دې اړه سیمه ییزه همغږي نه وي، د سولې په خبرو کې به پرمختګ ډېر وخت ونیسي.