ایران ته له افغانستانه د ډالرو قاچاق بهیر چټک شوی

ډالر د انځور حقوق Getty Images

پر ایران د امریکايي بندیزونو په سختېدو سره دغه هېواد ته له افغانستانه د امریکايي ډالرو د قاچاق بهیر چټک شوی دی. یوې باوري دولتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې په تېر زېږدي کال کې له افغانستانه نژدې پینځه میلیارده ډالر په ناقانونه توګه بهر ته ایستل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې دا اټکل د افغانستان بانک د مالي استخباراتو د موندنو په بنسټ شوی دی.

دې سرچینې ویلي، چې سږکال پر ایران د بندیزونو له لا سختېدو وروسته اوس اټکل کوي، چې د سږکال تر پایه به تر پینځو میلیاردو ډالرو زیات ور قاچاق شي.

د افغانستان د لوېدیځو ولایتو د بانکونو ریاست هم اندېښنه څرګنده کړې، چې پر پولو د دغه کار د مخنیوي لپاره اړین څار او مخنیوی نشته.

عبدالله عبدالله د سیمې له هېوادونو د همکارۍ غوښتنه کړې

ولسمشر غني: افغان سولې لپاره دې نړیواله او سیمه ییزه ټلواله جوړه شي

د هرات ولایتي شورا غړو تر منځ فزیکي شخړه

د افغانستان لویدیځې پولې تل ایران ته د مخدره توکو او انسان قاچاق لارې پاتې شوې، خو اوس د ډالرو د قاچاق وار رسېدلی.

یادې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ویلي، ډالر لکه نشه يي توکي له نا رسمي پولو او دښتو بهر ته نه ځي بلکې له رسمي پولو او د ځینو چارواکو په مرسته لېږدول کیږي.

د قانون له مخې هرڅوک کوای شي تر لس زره ډالرو پرته له دې چې پر پولو ثبت شي، بهر ته ولېږدوي.

د انځور حقوق Getty Images

تر شل زرو ډالرو لېږدولو اجازه هم شته خو په دې شرط چې لېږدوونکی سوداګریز قراداد ولري.

هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي، داسې کس یې هم موندلی چې تر ۳۰ زرو ډالرو یې هم ایران ته قاچاق کړي.

نوموړي ویلي، دا یې مجبوري وه.

"هو ما تر دېرش زره ډالرو لېږدولي، ګټه یې بده نه وه. سل یا ۱۵۰ ډالره. په دې پیسو لږ تر لږه ګوزاره کیږي. افغانستان بیا په ځانګړې توګه هرات کې خو کار نشته."

د هرات یو صراف عبدالقدوس وایي، په خپله ډالر نه قاچاقوي خو پرې خبر دی.

"ډالر چې زیات شي د خلکو عاید ورسره کم وي، نو ایران ته قاچاقیږي. کېدای شي د ورځې تر دوه میلیونه شاوخوا قاچاق شي."

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د لویدیځ زون د بانکونو ریاست مشر انور شاه یوسفي وايي، "په ځېنو پولو کې کمکارۍ شوي او ځینو کسانو له دې وضعیته استفاده کړې. یوه انګېزه خو یې سوداګري ده، خو د اسعارو د قاچاق تر شاه ښايي ډېر هدفونه نغښتي وي چې یو یې اقتصادي ګټه بللی شوو."

د ایران ترڅنګ ویل کیږي د سیمې ځینو نورو هېوادو ته هم له افغانستان ډالر قاچاق کیږي.

یادې شوې سرچینې ویلي داسې کسان هم شته چې میلیونونه اختلاس شوي ډالر بهر ته لېږدوي.

له افغانستانه د ډالرو وتل ددې بېوځله هېواد اقتصاد زیانمنولی شي. د افغانۍ ارزښت کمیږي، د توکو بیې لوړیږي، د پانګونې لپاره د ماشینونو او خامو موادو راوړل له خنډ سره مخ کیږي او پر دې سربېره د کانونو د استخراج لپاره هم ډالري پانګې ته اړتیا شته.

په ټولییزه توګه افغانستان کې د پراختیا د بهیر د چټکتیا لپاره د ډالرو شتون مهم دی.

ورته مطالب