د افغانستان ټاکنو کمېسیون: ۴۰۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې

د انځور حقوق IEC
Image caption د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني وویل، تر دې دمه ۲۶۴ نارینو او همدا راز له ۳۳ ولایتونو نه ۱۳۸ زره مېرمنو نوم لېکنه کړې ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د نوم لېکنې د بهیر له پیله تر دې دمه له ۴۰۰ زرو څخه زیاتو کسانو په دې هېواد کې نوم لېکنه کړې.

په دغه برخه کې هغه افغانان چې تازه هېواد ته را ستانه شوي، تازه یې عمرونه اتلسو ته رسېدلی او یا یې هم په تېرو ټاکنو کې نوم لېکنه نه وه کړې د نوم لېکنې په دغه پروسه کې یې نوم لېکنه کړې. د دې تر څنګ هغه کسان هم نوملیکنه کوي چې له یوې حوزې بلې ته تللي وي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني نن د(جوزا ۲۷) په یوې خبرې ناسته کې وویل، تر دې دمه ۲۶۴ نارینو او همدا راز له ۳۳ ولایتونو نه ۱۳۸ زره مېرمنو نوم لېکنه کړې ده.

همدا راز په غزني کې هم شاوخوا لس زره او ۵۹ کسانو نوم لېکنه کړې چې په دوی کې ۶۶۲ یې مېرمنې دي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې په تېرو پارلماني ټاکنو کې ۹،۵ میلیونه کسانو نوم لېکنه کړې وه.

هغه کسان چې نوې نوم لېکنه کوي د پارلماني ټاکنو له شمېر سره به ور اضافه شي.

"د نوم لېکنې ملاتړی بهیر" چې ۳۳ ولایتونه پکې شامل دي، د غبرګولي پر اتلسمه پېل شوی او د چنګاښ تر اتمې به دوام لري.

افغانستان د انځور حقوق NANGARHAR MEDIA OFFICE FACEBOOK
Image caption د کمېسیون په وینا اوس ۴۱۷ د نوم لېکنې مرکزونه په ۳۳ ولایتونو کې او ۱۰۴ یې بیا په غزني ولایت کې فعال دي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د میزان میاشت پر شپږمه تر سره کېږي.

د کمېسیون په وینا اوس ۴۱۷ د نوم لېکنې مرکزونه په ۳۳ ولایتونو کې او ۱۰۴ یې بیا په غزني ولایت کې فعال دي.

ټاکل شوې وه چې په ۳۳ ولایتونو کې د دې مرکزونو شمېر ۴۸۵ او په غزني ولایت کې ۲۴۷ وای. د آغلې نورستانۍ په خبره په غزني ولایت کې ۱۴ مرکزونو سره د پوهنې وزارت مخالفت وکړ او له دوو نورو سره بیا قومي سپین ږیرو مخالفت وکړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې تر دې دمه دوه ځله وروسته پاتې شوې دي او سترې محکمې حکم وکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کېدو پورې به محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر وي.

که څه هم ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو شورا چې لس غړي لري د ولسمشر غني کار غیر قانوني وباله او په هېواد کې یې د ولسمشرۍ تاکنو د ترسره کېدو لپاره یې د سرپرست دولت غوښتنه وکړه.

امنیت او ننګونې

د افغانستان ولسمشریزو تاکنو ته امنیت یو له عمده ننګونو شمېرل کېږي خو د افغانستان لوی درستیز بسم الله وزیري په یوه خبرې ناسته کې د ټاکنو د امنیت په اړه وویل چې د نورو امنیتي بنستونو په همکارۍ په دې برخه کې کار کوي.

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې په تېرو پارلماني ټاکنو کې ۹،۵ میلیونه کسانو نوم لېکنه کړې وه.

ښاغلي وزیري وویل" مونږ په دې برخه کې د حساسو او غیر حساسو موادو، د ټاکنو امنیت په برخه کې فعاله ونډه لرو او دا پروګرامونه به عملي شي.

په افغانستان کې ټاکنې تل له جنجالونو، اوپه ټاکنو کې د درغلیو په ادعاو تر سره کېږي.

د افغانستان د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنې د دوو مخکښو نوماندانو تر منځ ددې لامل شوه چې د ملي یوالي حکومت جوړ او تر څنګ یې پارلماني ټاکنې هم په ۱۳۹۷ کال کې تر سره شي وروسته له اووو میاشتو د تقلب او درغلیو د اعاو سره سره د ټاکنو پاېلې اعلان شوې.

ورته مطالب