کرېکټ نړیوال جام: انګلنډ افغانستان ته په ۱۵۰ منډو ماتې ورکړه

کرېکټ د انځور حقوق Getty Images

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن سه شنبه کوربه هېواد انګلنډ افغانستان ته په ۱۵۰ منډو ماتې ورکړه. انګلنډ له پچې ګټلو وروسته لومړی مندې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۳۹۸ منډو لوی هدف وټاکه. په ځواب کې د افغانستان لوبډله وتوانېده چې په خپلو ۵۰ اورونو کې په ۸ وېکټو ۲۴۷ منډې وکړي.

د انګلنډ لپاره وېنس او روی لوبه پیل کړه. وېنس د دولت ځدراڼ پر توپ په ۲۶ منډو خپله وېکټه له لاسه ورکړه. خو روټ ا بېرسټو پر وېکټه ودرېدل او د ۱۲۰ منډو ملګرتیا یې وکړه. بېرسټو په دېرشم اور کې په ۹۰ منډو د ګلبدین په توپ وسوځېد.

جو روټ هم تر وروستیو اورونو پر وېکټه ولاړ و او ۸۸ منډې یې جوړې کړې. له ده ورسته مورګن چټکې منډې وکړې او یوازې په ۵۲ توپونو یې خپله سلیزه جوړه کړه.

د روټ او مورګن ترمنځ د ۱۸۹ منډو ملګرتیا وشوه خو دواړه په یوه اوور کې د ګلبدین په توپ وسوځېدل. مورګن یوازې په ۷۰ توپونو ۱۴۸ منډې وکړې.

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان لپاره تر ټولو خراب بالنګ راشد خان وکړ چې په خپلو ۹ اورونو کې یې ۱۱۰ منډې ورکړې او کومه وېکټه یې وانخسته. کپتان ګلبدین او دولت ځدراڼ هر یوه ۳ وېکټې واخیستې.

په نننۍ لوبه کې یو شمېر رېکارډونه هم جوړ شول چې په لاندې ډول دي:

  • - ۳۹۷ په یوه نړیوال جام لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې دي.
  • - د مورګن ۱۷ شپږیزې په یوه پنځوس اوریزه لوبه کې د یوه توپوهونکي لخوا تر ټولو ډېرې شپږیزې دي.
  • - په ۵۷ توپونو د مورګن سلیزه په نړیوال جام لوبو کې څلورمه تر ټولو چټکه او د انګلنډ لپاره په پنځوس اوریزه لوبو کې تر ټولو چټکه سلیزه ده.
  • د اي این مورګن او روټ تر منځ د ۱۸۹ منډو ملګرتیا د انګلند لپاره د نړیوال جام سیالیو کې تر ټولو اوږده ملګرتیا ده.
  • - د انګلنډ ۲۵ شپږیزې په یوه پنځوس اوریزه لوبه کې تر ټولو ډېرې شپږیزې دي
  • - راشد خان په ۹ اورونو کې ۱۱۰ منډې ورکړې چې په نړیوال جام لوبو کې پر یوه بالر تر ټولو ډېرې مندې دي.
  • - پر راشد خان نن ۹ شپږیزې هم ووهل شوې، چې په پنځوس اوریزه لوبه کې پر یوه بالر تر ټولو ډېرې شپږیزې دي.
  • - ۳۹۷ په اولډ ټرافورډ میدان کې په یوه پنځوس اوریزه لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې دي.
  • د اصغر افغان او حشمت الله شهیدي تر منځ د ۹۴ منډو ملګرتیا د افغانستان لپاره د نړیوال جام سیالیو کې تر ټولو اوږده ملګرتیا ده.
  • ۲۴۷ منډې په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې دي.

په ځوابي لوبه کې د افغانستان لپاره نور علي ځدراڼ او ګلبدین نایب توپوهنه پیل کړه. نور علي په صفر وسوځېد خو کپتان ګلبدین په ۲۸ توپونو ۳۷ چټکې منډې وکړې.

رحمت شاه په ۷۴ توپونو ۴۶ منډې وکړې خو په ۲۵م اوور کې یې خپله وېکټه وبایلله. ورپسې د حشمت الله شهیدي او اصغر افغان ترمنځ ښه ملګرتیا وشوه.

حشمت په ۳۵م اوور کې خپله پنځوسیزه بشپړه کړه. نوموړی تر وروستیو اورونو پر وېکټه ولاړ و او په ۱۰۰ توپونو یې ۷۶ منډې وکړې او د افغانستان پاڼۍ یې راسمه کړه.

د انځور حقوق Getty Images

اصغر افغان په ۴۷ توپونو ۴۴ منډې وکړې خو په ۴۱م اوور کې وسوځېد. د حشمت الله شهیدي او اصغر افغان ترمنځ د ۹۴ منډو ملګرتیا وشوه چې په نړیوال جام لوبو کې د افغانستان لپاره یو رېکارډ دی.

محمد نبي یو ځل بیا په توپوهنه کې پاتې راغلی او یوازې په ۹ منډو وسوځېد. نجیب ځدراڼ چې نن بېرته په لوبډله کې اخیستل شوی و په ۱۳ توپونو ۱۵ منډې وکړې. راشد خان هم په وروستي اوور کې یوازې په ۸ منډو وسوځېد.

په پای کې افغانستان په خپلو ۵۰ اورونو کې په ۸ وېکټو ۲۴۷ مندې وکړې او په دې توګه انګلستان دا لوبه په ۱۵۰ منډو وګټله

په افغان لوبډله کې نن درې بدلونونو راغلي او د حضرت الله ځاځي، افتا عالم او حمید حسن پر ځای نجیب ځدراڼ، مجیب ځدراڼ او دولت ځدراڼ لوبدله کې اخیستل شو ي دي.

د انځور حقوق Getty Images

افغان ولسمشر د کرېکټ نننۍ لوبه ولیده

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د سه شنبې پر ورځ مانچسټر ښار ته ولاړ او د افغانستان ا انګلنډ کرېکټ لوبه یې د څو شېبو لپاره له نږدې ولیده.

له ده سره په کابل کې د برتانیې سفیره الېسن کوک هم وه. ولسمشر غني ترې وړاندې هم په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان کرېکټ لوبې کتلې دي.

د افغان کرېکټ بورډ چارواکي وايي له بنګله دېش، پاکستان، هندوستان او ویسټ انډیز سره له پاتې لوبو مخکې نن د انګلستان پر وړاندې د سیالۍ کتلو لپاره د ولسمشر غني ورتګ به د لوبډلې هوډ بیا تازه او لوبغاړو ته له پرلپسې ماتو وروسته مثبت روحیه ورکړي.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د انګلستان پر وړاندې د افغانستان د لوبې کتل د ولسمشر د سفر یوه برخه ده.

د افغان کرکټ بورډ د رسنیو د کمیټې مسول او چارسمبالي اجرایوي مشر نظیم جار عبدالرحیمزي بي بي سي ته وویل تمه ده چې د ولسمشر له هڅونې وروسته افغان لوبډله تېرې سختې ورځې هېرې کړي.

له دې وړاندې افغانستان د اسټرالیا، سرېلانکا، نیوزلېنډ او سویلي افریقا پر وړاندې تر سره شوي سیالۍ په نسبي لوړ توپیر یو پر بل پسې بایللي کومې چارې چې ګڼ افغان مینه وال هم خواشینې کړي.

ورته مطالب