خلیلزاد: د سولې د هر اړخیزې هوکړې په لټه کې یو

خلیلزاد د انځور حقوق U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad

افغان سولې لپاره د امريکا استازى زلمى خليلزاد وايي دوى له افغانستانه د خپلو ځواکونو ايستلو د تړون نه، بلکې د سولې د يوې هراړخيزې هوکړې په لټه کې دي.

د ښاغلي خليلزاد دا څرگندونې په داسې مهال کې مخې ته راځي چې ټاکل شوې د طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو اووم پړاو ډېر ژر په دوحه کې پيل شي.

طالب او امريکايي چارواکو د خبرو دغه پړاو مهم بللى او د پام وړ پرمختگ هيله يې څرگنده کړې.

زلمى خليلزاد وايي له طالبانو سره د خبرو اترو بل پړاو لپاره چمتوالى روان دى، خو پر دې هم ټينگار کوي چې دوى يوازې له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتنې لپاره د هوکړې په لټه کې نه دي بلکې د سولې د يو هر اړخيز تړون غواړي.

ولسمشر غني: افغان سولې لپاره دې نړیواله او سیمه ییزه ټلواله جوړه شي

افغان چارواکي وايي، د ډېورنډ کرښې اوږدو کې نښته شوې

عبدالله عبدالله د سیمې له هېوادونو د همکارۍ غوښتنه کړې

د ښاغلى خليلزاد پر ټوېټر پاڼې خپاره شوي پيغام کې راغلي "د سولې هر اړخيز تړون له څلورو برخو جوړ دى چې ټول له يوه بل سره تړلي دي."

ترهگرۍ ضد مبارزه، د ځواکونو وتل، د افغانانو خپلمنځۍ ناستې چې د سياسي حل لارې لامل شي او تلپاتې اوربند د سولې د هغه تړون برخې بلل شوي چې ښاغلي خليلزاد يې يادونه کړې.

زلمى خليلزاد وايي طالبان هم د سولې له دغه راز طرحې سره سلا دي.

ظاهرا داسې برېښي چې د ښاغلي خليلزاد دا څرگندونې ښايي په قطر کې د طالبانو د وياند سهيل شاهين هغه ټوېټري پيغام ته غبرگون وي چې ويلي دي: "په مذاکراتو کې امریکا منلې چې خپلې ټولې قواوې وباسي او په راتلونکې کې به په افغانستان کې هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول لاسوهنه نه کوي."

زلمي خليلزاد د ټينگار په ډول خپله هغه خبره يو ځل بيا کړې چې وايي "تر هغه چې په ټولو موضوع گانو هوکړه نه وې شوې، په هېڅ څه هوکړه نه ده شوې."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سولې په بهیر کې د طالبانو ډېر ټینګار په دې دی چې امریکا دې له افغانستان نه ووځي

سيمې ته د خپل سفر په پيل کې ښاغلي خليلزاد هيله څرگنده کړې وه چې د سولې د خبرو په راتلونکي پړاو کې د سولې د طرحې دوه برخې وروستۍ کړي.

طالبانو او امريکايي پلاوي دواړو ويلي وو چې په اصولو کې له افغانستان د امريکايي ځواکونو پر وتلو او دا چې افغان خاوره به د امريکا او د متحدينو پر وړاندې نه کارېږي، هوکړه شوې خو پر جزيياتو يې کار ته اړتيا ده.

ورته مطالب