"پر ګوزڼ ضد واکسین د طالبانو بندیز د ماشومانو ژوند ګواښي"

ګوزڼ واکسین د انځور حقوق Getty Images
Image caption وسله والو طالبانو څه باندې درې میاشتې کېږي چې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین یې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې بند کړی.

د افغانستان په ناارامه سیمو کې د ماشومانو د ګوزڼ د لسو پېښو تر ثبت وروسته د روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې که وسله وال طالبان د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین ته اجازه ورنه کړي ښایي د دغې ناروغۍ پېښې ډېرې شي.

په تېرو پنځو ورځو کې د پولیو دوې پېښي د اورزګان مرکز ترینکوټ کې ثبت شوي دي چې له دې سره په روان ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ شمېر لسو ته لوړ شوی دی.

یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان په ناارامه ولایتونو کې ۸۰۰ زره کوچنیان د ګوزڼ ضد واکسین نه پاتې شوي دي.

وسله والو طالبانو څه باندې درې میاشتې کېږي چې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین یې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې بند کړی. دغه ډله وایي تر هغه چې د دوی اندېښنو ته د روغتیا نړیوال سازمان ځواب نه وي ویلی پرېکړه به یې پرځای پاتې وي.

د اورزګان د ګوزڼ ضد واکسین د پروګرام مشر ډاکتر سیف الدین بارک بي بي سي ته وویل، په ګوزن نوې اخته شوې کوچنۍ یو کال او نهه میاشتي عمر لري او هېڅکله یې هم د ګوزڼ ضد واکسین نه دی ترلاسه کړی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چارواکي وایي د ګوزڼ دوې وروستۍ پېښې د مرکز ترینکوټ په مهر اباد سیمه کې ثبت شوي.

تېره اوونۍ هم په همدې ولایت کې یو دوه نیم کلن کوچنی د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی و، چې د روغتیا پالانو په خبره په ټول عمر یې د ګوزڼ ضد واکسین نه و تر لاسه کړی.

چارواکي وایي د ګوزڼ دوې وروستۍ پېښې د مرکز ترینکوټ په مهر اباد سیمه کې ثبت شوي او د دواړو کوچنیانو کورنۍ په لنډ واټن کې سره اوسېږي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کندهار کې د ګوزڼ پېښې ( دا رپوټ تېر کال د وري میاشت پر ۱۲ خپور شوی و.)

د اورزګان د روغتیا چارواکي وایي په تېرو ۱۵ میاشتو کې یوازې دوه ځله توانېدلي په هغو سیمو کې چې د پولیو پېښې پکې ثبت شوي د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پلی کړی.

د دوي په خبره طالبانو د ۲۰۱۸ کال څخه راپدېخوا دوه ځله په مسجدونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د پلې کېدو اجازه ورکړې ده.

یونیسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق د ګوزڼ تازه پېښې د اندېښنې وړ او د افغانستان د ناامنه سیمو کوچنیانو ته یې د خطر زنګ یادوي.

د دغې ادارې د پولیو د برخي ویاند سید کمال شاه وایي د ګرمۍ د فصل له رسېدو سره د دغې ناروغۍ د خپرېدو وېره نوره هم زیاته شوې ده .

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په کابل کې فواد رحماني هغه کس دی چې ګوزڼ یې پر ټول ژوند ناوړه اغېز کړی. (دا عکس په ۲۰۰۹ کال کې اخیستل شوی).

د افغانستان د روغتیا وزارت وایي څه باندې څلور میاشتې کېږي وسله والو طالبانو په ځېنو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین مخه نیولې، چې دا ګام د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې اندېښنې وړ ګرځېدلی دی.

خو د وسله والو طالبانو ویاند بي بي سي ته ویلي، تر هغو چې د روغتیا د نړیوال سازمان سره یې ستونزه نه وي هواره شوې پرېکړه به یې همداسې پرځای پاتې وي.

ذبیح الله مجاهد وویل هغه شکونه او اندېښنې چې دوی یې لري د روغتیا نړیوال سازمان یې باید ځواب کړي خو دا یې روښانه نه کړه چې څه ډول اندېښني لري.

په نړۍ کې افغانستان ، پاکستان او نایجریا هغه هېوادونه دي چې د ګوزڼ ناروغي لا هم د کوچنیانو روغتیا ګواښي.