ټاکنې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ټاکنو کمېسیون: له ځنډ پرته به پروخت ټاکنې ترسره کړو

د افغانستان د ټاکڼو کمیسیون وايي دا ځل به ټاکنې پر خپل وخت او له کوم ځنډ پرته کوي، او پایلې به یې هم ژر اعلانوي.

افغانستان کې ولسمشریزو ټاکنو ته شاخوا درې میاشتې پاتې دي، د دغه هېواد ټاکڼو کمیسیون وايي، دوی ژمن دي چې دا ځل به ټاکنې پر خپل وخت او له کوم ځنډ پرته کوي، او پایلې به یې هم ژر اعلانوي.

خو پر ټاکنو د څار ځينو بنسټونو او عامو خلکو اندېښنې دا دي، چې ولسمشریزو ټاکنو کې هم ښايي د ولسي جرګې ټاکنو تجربې تکرار شي.

خوشحال تایب یې په اړه راپور لري.