عاطف مشعل: د افغان حکومت له ګډون پرته جوړې شوې غونډې سوله نشي راوستی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر شکرالله عاطف مشعل وايي، د کابل له همغږۍ پرته د افغان سولې لپاره ټول کنفرانسونه د سولې بهیر ته هیڅ ګټې نشي رسولی.

په پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر شکرالله عاطف مشعل له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، د افغان حکومت له همغږۍ پرته - افغان سولې بهیر لپاره جوړې شوې غونډې دې بهیر ته هیڅ ګټې نشي رسولی.

د ښاغلي مشعل په خبره د مسکو د بین الافغاني غونډه ددې یوه ښه بېلګه ده، چې دده په خبره ناکامه غونډه وه:

"داسې ټولې غونډې که په سیمه کې کېږي او یا هم په نورو هیوادونو کې، تر څو چې له افغان حکومت سره په همغږۍ نه وي، زما په فکر نه یوازې دا چې ګټې نشي کولی، بلکې د سولې بهیر زیانمنولی شي".

تېره شنبه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه د مري په بوربن سیمه کې هم د افغان سولې بهیر په هکله یو ورځنی کنفرانس شوی و، چې په کې له افغانستان څخه تر پنځوسو زیات سیاستوال راغلی وو، خو د افغان حکومت په استازیتوب پکې څوک نه وو.

که څه هم د کنفرانس په یوه برخه کې په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل هم ګډون درلود، خو ښاغلی مشعل له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د هغه ګډون نا رسمي و.

د افغانستان لوی سفیر وايي، افغان حکومت د افغان کشالې د حل لپاره د سیاسي جوړجاړي پالیسي وړاندې کړې، او په خبره يې اوس وخت رارسېدلی، چې طالبان او د هغوی ملاتړي هم دا په ښکاره څرګنده کړي، چې ددې کشالې سیاسي حل ته تیار دي که نه.

ښاغلی مشعل دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ پلاوی له طالب استازو سره د روانې جون میاشتې پر ۲۹مه نېټه د مذاکراتو اوومه پړاو پېلوي.

د افغان سولې بهیر کې د افغانستان او امریکا د اړیکو په هکله په اسلام اباد کې افغان سفیر وايي، د دواړو هیوادونو ترمنځ ټول مالومات شریک کېږي او دواړه لوري په ګډه په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره مشترکه ایجنډا لري.

د امریکا او طالب استازیو ترمنځ مذاکراتو کې تراوسه لاهم طالب استازي له افغان حکومت سره له خبرو کولو انکار کوي، خو له افغان سیاستوالو سره بیا بیا لیدنې شوې دي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې په افغان حکومت هم نیوکې کېږي، چې د اپوزیسيون سیاستوال د سولې بهیر کې د ځان ملګري کړي نه دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ددې ناستې جوړېدو هدف د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښو اړيکو او د باور فضا رامنځ ته کول په ګوته شوي.

ښاغلي مشعل وویل، افغان حکومت په دې لړ کې هڅې کړې او د همدې لپاره يې لویه جرګه رابللې وه، چې په کې دده په خبره تر درې زره زیاتو د ولس استازیو ګډون کړی وو:

"زه فکر کوم چې افغان حکومت د اجماع د راوستولو لپاره ډېر لوی اقدام وکړ، چې هغه د مشورتي لويې جرګې چې یو عنعنوي تاریخي پس منظر لري، راوغوښتله. او هدف يې همدا وو، چې موږ داخلي اجماع ولرو؛. د ښاغلي مشعل په خبره افغان حکومت په دې لړ کې خپل مسوولیت په ښه ډول ترسره کړی دی".

د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ځواب پوښتنې په ځواب کې افغان سفیر وویل، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې بیا هم د داړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې دي، خو دده په خبره هیله من دی، چې د افغان ولسمشر د پاکستان تر اوسني سفر وروسته دغه اړیکې لاښې شي او عملي ګامونه واخیستل شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني به د روانې جون میاشتې پر ۲۷مه نېټه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په بلنه په دوه ورځني سفر پاکستان ته راځي، چې د ښاغلي مشعل په خبره پر امنیت سربېره به د دواړو هیوادونو ترمنځ پر تجارت او ټرانزټ هم خبرې وشي.

ورته مطالب