افغانستان کې دوه امریکايي پوځيان وژل شوي

امریکايي سرتېري د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا په افغانستان کې نژدې ۱۴ زره سرتېري لري چې د افغان ځواکونو په روزنه او د وسلوالو ضد عملیاتو کې په همکارۍ بوخت دي.

په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو ویلي، په دې هېواد کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي. په خبرپاڼه کې د وژل کېدو دقیق ځای نه دی ښودل شوی.

د پرېکنده ملاتړ ماموریت له دفتره د چارشنبې په ورځ (جون ۲۶مه) یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دا سرتېري د جون پر ۲۶مه وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دوی د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې تر ۲۴ ساعتونو پورې د وژل شویو سرتېرو نومونه نه شي په ډاګه کولی.

خو وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ادعا کړې، چې د وردګو سید اباد ولسوالۍ کې یې دوه امریکايي عسکر په یوه کمین کې وژلي.

د روان کال مارچ میاشتې وروستیو کې هم دوه امریکايي سرتېري د عملیاتو پرمهال وژل شوي وو.

امریکا په افغانستان کې نژدې ۱۴ زره سرتېري لري چې د افغان ځواکونو په روزنه او د وسلوالو ضد عملیاتو کې په همکارۍ بوخت دي.

دا دوه امریکايي سرتېري داسې مهال وژل شوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو افغانستان ته په یوه ناڅاپي سفر تللی و چې په وینا یې هېواد یې هڅه کوي د راتلونکو افغان ولسمشریزو ټاکنو له پیلېدا مخکې له طالبانو سره د جوړجاړي یوه تړون ته ورسېږي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ بهرني سرتېري مېشت دي، چې ډېری یې امریکایان دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption دا دوه امریکايي سرتېري داسې مهال وژل شوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو افغانستان ته په یوه ناڅاپي سفر تللی و چې په وینا یې هېواد یې هڅه کوي د راتلونکو افغان ولسمشریزو ټاکنو له پیلېدا مخکې له طالبانو سره د جوړجاړي یوه تړون ته ورسېږي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، ددغو دوو امریکايي سرتېرو په وژل کېدو ره، په افغانستان کې د روان ۲۰۱۹ کال له پیله د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر شپږو تنو ته رسېدلی، خو د "ای کجولټیز" په نامه وېبپاڼې - چې په عراق او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو رپوټونه خپروي، د شمېرو له مخې، د روان ۲۰۱۹ کال له پیله په افغانستان کې ۹ امریکايي سرتېري وژل شوي.

د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته، په دې هېواد کې د امریکا ۲۲۱۶ سرتېري وژل شوي.

له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ پورې افغانستان کې ۱۸۳۳ امریکايي سرتېري وژل شوي.

ورته مطالب