غني په اسلام اباد کې: طالبان او پاکستان پر یو بل تکیه کوي

اشرف غني د انځور حقوق ARG/AFG

افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ ویلي، په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان ښه نیت او مثبت رول خورا مهم دی،‌ ځکه چې، د ده په وینا طالبان او پاکستان پر یو بل ټینګه تکیه کوي.

ولسمشر غني دا څرګندونې تېر ماښام پاکستان ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د اسلام اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې په یوه ناسته کې وکړې.

په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د دیپلوماتانو،‌ سیاسي شنونکو او محصلینو ترڅنګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ګډون درلود.

د افغان ولسمشر د خبرو ډېره برخه پر سیمه ییزې همکارۍ، اقتصادي پرمختګ او د لویو پروژو لپاره پر ګډې ستراتیژۍ را څرخېدې.

د پاکستان محکمه به د سزا خلاف د شکیل اپریدي غوښتنه واوري

ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره وکتل

زرداري اسمبلۍ ته وبلل شو،‌ خو علي وزیر او محسن دوړ لا هم زندان کې دي

خو د خپلې وینا په وروستۍ برخه کې ولسمشر غني په ښکاره ټکو وویل چې پاکستان او طالبان پر یو بل ټینګه تکیه کوي او دا په دې معنا ده چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې مهم رول لوبولی شي.‌

ښاغلي غني د ناستې ګډونوالو ته وویل،‌ دی د یو خپلواک افغانستان د ولسمشر په توګه پاکستان ته تللی او ټینګار یې وکړ چې افغانستان به هېڅکله هم د بل چا استعمار ونه مني.

افغان ولسمشر پر اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو هم وغږېد او اعلان یې وکړ چې له پاکستاني چارواکو سره یوې داسې هوکړې ته رسېدلی چې له مخې به یې ډېر ژر د تورخم ګمرک ۲۴ ساعته کار پیل کړي.‌

نوموړي‌ له افغان طالبانو سره د سولې موضوع هم راپورته کړه او زیاته یې کړه چې نوموړی له دې ډلې سره سیاسي جوړجاړي‌ ته چمتو دی.

د انځور حقوق ISSI

د ښاغلي‌ غني‌ په وینا، د سیمې هېوادونه اوس په افغانستان کې د سولې د راتلو ملاتړ کوي. نوموړي ټینګار وکړ چې د سولې ټلواله به د جګړې له ټلوالې ډېره لویه وي.‌

ولسمشر غني‌ وویل، د سولې لار اسانه نه ده او خنډونه به ډېر وي، خو د دواړو هېوادونو مشران باید سیاسي زړورتیا او ټینګه اراده ښکاره کړي‌.‌

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون پاکستان ته د خپل رسمي سفر پر لومړۍ ورځ د دې هېواد له لومړي وزیر عمران خان،‌ ولسمشر عارف علوي، د یو شمېر سیاسي‌ ګوندونو له مشرانو او نورو چارواکو سره وکتل.‌

نوموړی به نن د خپل سفر دویمه ورځ‌ په لاهور کې تېروي‌ او ماسخوتن به بېرته کابل ته روانېږي.‌

ورته مطالب