راتلونکې اوونۍ قطر کې بین الافغاني مذاکرات کېږي

خبرې د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا خبرې به د جولای پر اوومه او اتمه کېږي

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني حکومت ځانګړي استازي مارکس پوټزل په یوه اعلامیه کې ویلي، د جولای میاشتې پر اوومه او اتمه نېټه به قطر او جرمني په ګډه په دوحه کې د بین الافغاني خبرو کوربانه وي. د ځانګړي استازي په اعلامیه کې راغلي، په دې ناسته کې ګډون به انفرادي یا شخصي وي.

ظاهراً له دې داسې ښکاري چې په افغان حکومت کې شامل ځینې کسان ښایي په دې ناسته کې ګډون وکړي، خو هلته به د افغان حکومت استازیتوب نه کوي.

د جرمني د ځانګړي استازي په اعلامیه کې راغلي، دا په افغانستان کې د سولې لپاره یو ښه فرصت دی، او د دې کار لپاره اړینه ده چې افغانان په خپلو کې سره کېني او د خپل هېواد راتلونکی وټاکي.

افغان حکومت تر دې دمه په دې ناسته کې د حکومتي کسانو د ګډون په اړه څه نه دي ویلي. خو د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې اشاره کړې وه چې ښایي ډېر ژر د افغان حکومت استازي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

وسله والو طالبانو هم د دوشنبې پر ورځ ویلي وو، که له امریکایانو سره کومې پرېکړې ته ورسېدل نو تر هغه وروسته به له افغانانو سره هم خبرې وکړي، خو په دې شرط چې دا کسان به د حکومت د استازو په توګه نه، بلکې په شخصي یا انفرادي اختیار کې خبرې کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خلیلزاد د بین الافغاني مذاکراتو د کوربتوب لپاره د جرمني او قطر مننه کړې

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیزاد هم پر خپله ټوېټر پاڼه راتلونکې اوونۍ د بین الافغاني مذاکراتو د کېدلو پخلی کړی او په د لړ کې یې د قطر او جرمني د کوربتوب مننه کړې ده.

ښاغلي خلیلزاد لیکلي، د تېرو ۴۰ کلونو له تراژیدۍ نه باید دا درس واخیستل شي چې سیاسي اختلاف په زور نه بلکې د خبرو له لارې حل کېدلی شي.

لا څرګنده نه ده چې په دې ناسته کې به نور کوم اړخونه ګډون کوي، خو د بین افغاني مذاکراتو په تېرو ناستو کې چې په مسکو کې شوې وې، د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼ شمېر افغان سیاست والو ګډون کړی و.

جرمني له تېرې څه مودې راهیسې د افغان سولې په بهیر کې ښکېل دی او ځانګړي استازي مارکس پوټزل په دې لړ کې له ټولو ښکېلو اړخونو سره ناستې هم کړې دي.

په ورته وخت کې دوشنبه ماسخوتن په قطر کې د طالبانو سرچینو بي بي سي ته ومنله چې د دوی او امریکایي پلاوي ترمنځ روانې خبرې به سه شنبه د څلورمې ورځې لپاره هم دوام ولري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption محمد بن عبدالرحمن د دوشنبې ماښام له خلیلزاد او ملا برادر سره کتلي دي

بل لور ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن د دوشنبې ماښام دوحه کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. تر دې دمه د دې کتنې په اړه ډېز جزئیات نه دي را مخې ته شوي، خو د طالبانو او امریکایانو ترمنځ روانې خبرې د دوشنبې تر ماښام ناوخته روانې وې.

د دوشنبې پر ورځ طالبانو ته یوې نژدې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو، ډېر امکان شته چې دوشنبه له امریکایي پلاوي سره د دوی د خبرو پرېکړه لیک اعلان شي.

خو داسې ښکاري چې روانې خبرې اوس یو مهم پړاو ته رسېدلې دي او له همدې کبله د دوشنبې پر ورځ بحث راټول نشو او پرېکړه وشوه چې سه شنبه به هم خبرې دوام کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر هم دوشنبه په هغه ځای کې ولیدل شو چېرته چې له امریکایي پلاوي سره خبرې روانې دي، خو لا څرګنده نه ده چې په مذاکراتو کې د طالبانو د پلاوي مشري څوک کوي.

ویل کېږي چې ملا برادر نن دوشنبه د امریکایي پلاوي له مشر زلمي خلیلزاد سره هم خبرې وکړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر (کیڼ لاس ته) هم دوحه کې د روانو خبرو ځای کې لیدل شوی

بي بي سي په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند سهیل شاهین نه پوښتنه وکړه چې ایا په کابل کې د دوشنبې ورځې برید، چې طالبانو یې مسوولیت منلی دی، پر وانو خبرو کوم اغېز کولی شي.

سهیل شاهین په ځواب کې وویل، دا جګړه ده او جګړه به دوام کوي. ده تور پورې کړ چې افغان حکومت هم دا مهال د وسله والو طالبانو پر ضد عملیاتو کوي او ادعا یې وکړه چې په دې عملیاتو کې ډېر کله د ماشومانو او ښځو په ګډون ولسي وګړي وژل کېږي.

د دوشنبې ورځې کابل برید کې د یو شمېر ماشومانو د ټپي کېدو په اړه سهیل شاهین وویل، طالبان پوره هڅه کوي چې په خپلو بریدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله وا نه ړوي.

ده زیاته کړه، بیا بیا یې دا غوښتنه کړې ده چې پوځي تاسیسات دې له ملکي سیمو لېرې جوړ کړل شي. خو ښاغلي شاهین دا ونه ویل چې ایا طالبان به د کابل برید کې د ښوونځي د ماشومانو د ټپي کېدو په اه هم پلټنې کوي او که نه.

دوشنبه سهار ښاغلي شاهین په یوه ټویټ کې ویلي: ''کله چې د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان شي بیا به له افغاني لورو سره خبرې پیل شي خو د کابل له ادارې سره به د حکومت په توګه خبرې نه کېږي. ''

په مسکو کې له ځینو افغان سیاستوالو سره تر خبرو وروسته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي وو چې له امریکا سره د دوی په خبرو کې امریکا منلې چې خپل ټول ځواکونه به له افغانستانه وباسي چې په وینا یې دا یو ''ښه '' پرمختګ دی.

بله خوا له دوحې رپوټونه وایي د امریکايي پلاوي مشر زلمی خلیلزاد به د پلان له مخې په ځايي وخت نن ماښام له قطر نه ولاړ شي.

د طالبانو سرچینو ویلي وو، دا ځل خبرې د درېیو ورځو لپاره پلان شوې وې. د خبرو دواړو غاړو بي بي سي ته ویلي، دا ځل یې خبرې ښې روانې دي.

د انځور حقوق MOFA FACEBOOK
Image caption د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وایي، د حکومت او طالبانو د د مخامخ خبرو امکان پیدا شوی

وړاندې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، امکان شته چې په راتلونکو دوه اونیو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي.

د دې وزارت ویاند صبغت الله احمدي د یکشنبې پر ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، جرمني ژمنه کړې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته به زمینه برابروي.

د تېرو پړاونو خبرې تر ډېره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او د ترهګرۍ په موخه د نورو پر ضد د افغان خاورې د نه کارونې پر مسایلو ور ټولې وې.

ورته مطالب