د کندهار هوایي ډګر د احمد شاه بابا په نامه شو

کندهار د انځور حقوق ARG
Image caption د کندهار هوایي ډګر په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د امریکا لخوا جوړ شو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چارشنبه کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ښار هوایي ډګر رسماً د احمد شاه بابا هوایي ډګر په نامه ونوماوه. د نومونې مراسم چارشنبه د کندهار په هوایي ډګر کې ترسره شول.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې احمد شاه بابا د افغانستان او د سیمې یو لوی سیاست وال او شخصیت وباله او ژمنه یې وکړه چې پر دې هوایي ډګر به لا ډېره پانګونه کوي.

نوموړي وویل، د همدې هوایي ډګر له لارې به کندهار له نورې نړۍ سره په اقتصادي توګه وصل شي او د کندهار تولیدات به نورو هېوادونو ته رسېږي.

د کندهار هوایي ډګر په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د امریکا لخوا جوړ شو او تر ډېره د پوځي او ملکي موخو لپاره کارول کېږي.

دا تر بګرام هوایي ډګر وروسته په افغانستان کې دویم تر ټولو لوی هوایي ډګر دی.

د چارشبنې پر ورځ کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار ښار تر دوه لارې پورې د هوایي ډګر واټ هم پرانیست او هغه یې د دې ولایت د وژل شوي امنیتې قومندان سترجنرال عبدالرازق په نوم ونوماوه.

د ارګ پر فېسبوک پاڼه لیکل شوي چې دغه ۱۶،۴ کیلو متره اوږد او ۶۹،۲ متره پلن واټ د دولت له پرمختایي بودجې څخه د ۲،۸ میلیارد افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني کندهار هوایي ډګر ته غځېدلی سړک هم د جنرال عبدالرازق په نامه ونوماوه

پر افغانستان د شوروي لښکرو د قبضې په کلونو کې دا هوایي ډګر د شوروي پوځ یوه مهمه پوځي اډه وه.

د مجاهدینو د واکمنۍ په کلونو کې دې هوایي ډګر ته هم زیان واوښت او د څه مودې لپاره ترې ګټه نه اخیستل کېدله.

په ۲۰۰۱ کال کې د نړیوالو ځواکونو راتګ وروسته دا هوایي ډګر یو ځل بیا پر یوې مهمې پوځې اډې بدل شو او تر ډېره پکې امریکایي ځواکونه دیره وو.

افغان هوایي پوځ هم په دې هوایي ډګر کې مېشت دی او له همدې ځایه عملیات هم پر مخ وړي.

په ۲۰۰۷ کال کې له پانګونې او بیا رغونې وروسته د دې هوایي ډګر ودانۍ او ځغاستلیکې سمې شوې د لویو ملکي او پوځي الوتکو لپاره هم د ګټې اخیستې وړ شو.

د

ورته مطالب