ولسمشر غني: د طالبانو خبرې او عمل جدي تناقض لري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غزني ولایت کې د یکشنبې پر ورځ د طلبانو برید غندلی او یو "بې ننګه عمل" یې بللی دی. د ارګ لخوا په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، طالبانو په دې برید سره یو ځل بیا وښوده چې د دوی په خبرو او عمل کې جدي تناقض موجود دی.

اعلامیه زیاتوي چې پر ولسي وګړو او ماشومانو دا ډول بریدونه له افغانانو سره د طالبانو دښمني ښکاره کوي چې دا د بشر ضد یو جنایت دی.

د یکشنبې پر ورځ په غزني ولایت کې د ملي امنیت پر یوه مرکز د طالبانو برید کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. طالبانو ویلي چې د برید هدف د ملي امنیت یو مهم مرکز و.

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي، په برید کې ‍۱۲ کسان وژل شوي او ۱۷۹ نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ولسي وګړي او ماشومان دي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي، بریدګرو یې ننه اته بجې غزني ښار کې د ملي امنیت پر یوه مهم مرکز موټربم ځانمرګی برید کړی. دوې ورځې مخکې هم د غزني ښار 'خاک غریبان' سیمې په یوه جومات کې چاودنې دوه تنه وژلي او یویشت نور ټپیان کړي وو.

دا برید پر هماغه ورځ وشو چې په دوحه کې د طالبان، یو شمېر افغان چارواکو، سیاسي څېرو او مدني فعالانو ترمنځ د سولې په تړاو درېیمه بین الافغاني ناسته پیل شوه.

Image caption د غزني امنیه قومندان وايي، برید د مازدا موټر په مټ شوی

غزني کې زموږ خبریال اسدالله جلالزی وايي، هغه امنیتي حوزه چې طالبانو موټربم برید پرې کړی، د استوګنې کورونو منځ کې په یوه خام کې کور کې ده.

نوموړی وايي، شامیر د غزني ښار مرکزي او تر ډېره خوندي سیمه ده، خو دغه برید عام خلک ډېر ترهولي دي. د برید شاوخوا ودانیو کړکۍ ورونه مات شوي او د ځینو دېوالونه هم چپه شوي.

د غزني امنیه قومندان احمد خالد وردګ وايي، برید د مازدا په مټ شوی.

زموږ خبریال وايي، مخکې داسې اوازه وه، چې ګني پر غزني ښار د برید لپاره وسله والو طالبانو درې موټر له چاودېدونکو توکو ډک کړي، چې یو یې مخکې وچوول شو او بل هدف ته له رسېدو مخکې وپېژندل او بریدګر وویشتل شو او درېیم هغه یې نن د ښار منځ کې وچوول شو.

د انځور حقوق AFP
Image caption د عامې روغتیا وزارت د ټپیانو شمېر ۱۷۹ کسان ښودلی، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو او یو شمېر افغانانو تر منځ د سولې د خبرو لپاره درې پنځوس کسیز پلاوی له کابله دوحې ته رسېدلی دی. دوی به د طالبانو له مذاکراتي ډلې له غړو سره د یکشنبې او دوشنبې پر ورځو خبرې کوي.

د کابل پلاوي کې اوسني او پخواني چارواکي، سیاستوال او د پارلمان غړي، د سولې د عالي شورا غړي او د مدني ټولنې استازي هم شامل دي.

د ۱۳۹۷ کال زمري پر ۱۹مه د شپې مهال طالبانو په غزني ښار له لږ تر لږه درېيو خواوو بریدونه وکړل او د دغه ښار يو شمېر برخې يې ونيولې.

د غزني په څو ورځنۍ جګړه کې سلګونه افغان پوځيان او ملکيان ووژل شول او یو شمېر دولتي ادارې هم زيانمنې شوې.

Image caption د غزني اوسېدونکی وايي، دې برید دوی سخت ترهولي دي

یوې روغتیايي سرچینې بي بي سي ته هغه مهال وویل، چې د غزني هغې جګړې په وژل شویو کې ۶۸ پولیس، ۱۶ حکومت مخالف وسلوال، ۱۳ ولسي وګړي وو او پاتې مړي نه وو پېژندل شوي.

په دا وروستیو کې د هوا له تودیدو سره په غزني ښار او اړوندو ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

ورته مطالب