'د افغانستان زندانونو کې ۲۰٪ بندیان په نشې روږدي دي'

  • 8 جولای 2019 - 17 چنګاښ 1398
په نشه روږدي کسان د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل کیږي دا مخدره توکي د بېلابېلو لارو او ښکېلو کسانو لخوا تر زندانونو او بیا زندانیانو رسېږي.

د افغانستان په زندانونو کې شل سلنه بندیان په نشه يي توکو روږدي دي، چې اوس یې څرخي پله زندان کې د درملنې لپاره یو شل بستریز روغتون جوړ شوی دی.

په افغان زندانونو کې د درملنې ستونزو د راکمېدو په خاطر د دغه هېواد تر ټولو ستر زندان څرخي پله کې د روږدو کسانو د درملنې روغتون پرانېستل شو.

چارواکي وايي نوی روغتون په یوه وخت د ټولو اړمنو بندیانو لپاره بسنه نه کوي، خو وايي درمل يي په ۴۵ ورځو کې د یوه روږدي کس د رغېدو توان لري.

په دغه زندان شاوخوا لس زره بندیان دي دلته د روږدو کسانو د مشخصې شمېرې په اړه چارواکي دقیق معلومات نه لري، خو وايي د افغانستان په زندانونو کې شل سلنه بندیان په مخدره موادو روږدي کسان دي.

د څرخي پله یو بندي اوس د روږدو بندیانو د درملنې په ځانګړي روغتون کې بستري دی چې که ګوندې له کړاونو يې یو کم شي.

دی په اته کلن بند محکوم دی وايي پخوا په بشپړ ډول په مخدره موادو نه و روږدی خو اوس يي له مخدره توکو پرته چاره سخته شوې:

"پایوازانو به نشه يي توکي راوړل او بندیانو به راباندې خرڅول، اول به اسانه پیدا کېدل، خو چې روږدي شوو، لږ لږ به یې راکول یا به یې راباندې بندول".

د افغانستان په بندخونو کې د ننه بندیانو ته د نشه یي توکو اسانه لاسرسی د دې سبب شوی چې د زندانیانو تر منځ هم په مخدره موادو روږدیدا عامه شي.

روغو خلکو ته د نشه یانو خطر

ویل کیږي دا مخدره توکي د بېلابېلو لارو او ښکېلو کسانو لخوا تر زندانونو او بیا زندانیانو رسېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز بي بي سي ته وویل د نورو بندیانو تر څنګ د روږدو بندیانو شته والی یوه جدي اندېښنه ده ځکه نو د درملنې لپاره يې دغه شل بستریز روغتون جوړ کړ چې د ده په ټکو ښه امکانات لري:

"دلته یې مؤثریت فرق کوي، بهر کې نشه يي توکو ته لاسرسی ډېر اسانه دی، دلته ورته کم دی، موږ بندیانو ته درمل ورکوو چې له نشې راوګرځي".

په افغانستان کې ټول ټال ۳۰ زره بندیان د زندان شپې ورځې تېروي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د عامې روغتیا وزارت وايي، په نشه روږدو بندیانو ته د نشې ضد درمل په ورکولو هغوی له نشې راګرځولی شي، چې دا مېتود دوی اوس پیل کړی دی

د عامې روغتیا وزارت وايي له څرخي پله ور هاخوا د کندهار، بلخ ، ننګرهار او هرات په زندانونو کې د ګرځنده ټیمونو له لارې دغې ستونزې ته د رسېدو هڅه کېږي.

د څرخي پله د زندان مسؤول عبدالحکم کوهستاني وايي زندانیانو ته يي د نشه يي توکو په رسولو د زندان څو ساتونکي نیولي او هڅې ګړندۍ شوې چې دا وضعیت بدل شي.

د افغان حکومت د رسمي معلوماتو له مخې به دغه هېواد کې دری میلیونه وګړي په یوه نه یوه بڼه نشته يي توکي کاروي چې له منځه يي یو نیم میلیون په بشپړ ډول روږدي کسان دي.

ورته مطالب