زلمی خلیلزاد: تر ټاکنو سوله موږ ته ډېره مهمه ده

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
خلیلزاد: له طالبانو له ۴ پر درېیو مسلو سلا شوي یو

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هیله من دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته نژدې راتلونکي کې لار جوړه شي. ښاغلی خلیلزاد وايي، تر ټاکنو سولې ته لومړیتوب ور کوي او هیله لري چې د سپټمبر تر لومړیو پورې د سولې پرېکړه وشي:

"موږ طالبانو ته هم وایو چې دوی هم هڅې وکړي او حکومت هم کوشش وکړي چې دا پرېکړه وشي. که سوله ونه شي بیا امکان لري چې ټاکنې وشي، خو موږ داسې ټاکنې غواړو چې خلک پرې باور ولري".

ټاکلې ده چې په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو له امله د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اووم پړاو له دوه ورځني ځنډ وروسته پیل شي.

ښاغلي خلیلزاد په دوحه کې د بي بي سي خبریال اسماعیل سادات سره خبرو کې وویل، په څلورو کې پر درېیو مسلو له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلی او تمه یې ده چې تر سپټمبر پر پاتې مسلو هم سلا شي:

"د فاصلې نهايي کولو ته نژدې یو، خو تاسو ته نشم ویلی چې څه پاتې دي هغه کېږي، زه د درواغو هیله نشم درکولی، کېدی شی، ژر یا کېدی شي وروسته حل شي".

خو خبره دا ده چې د دوی ترمنځ څلورمه مسله کومه ده چې لا هم پرې جنجال لري، په ځواب کې خلیلزاد وایي، چې دا نشي ډاګېزولی:

"موږ تاریخ ټاکلی، چې د سپټمبر اول کې باید پر دې مسلو هوکړه وشي، که اراده وي کېدی شي دا مسله ژر حل شي، خو په دوی پورې تړلې نورې لارې هم لرو، خو غواړو له دې لارې ستونزه اواره شي".

له حکومت سره خبرې

نوموړی وایي، د افغان کشالې د حل لپاره یوازې له طالب سره هوکړه بس نه ده، بلکې له حکومت سره هم خبرې او هوکړه وي:

"مهمه دا ده چې طالبان، حکومت او نورې افغان ډلې خپلو کې کېني او د راتلونکي لپاره پر یوه لار هوکړه وکړي".

ښاغلی خلیلزاد وپوښتل شو چې څنګه له طالبانو سره د افغانستان پر راتلونکي خبرې کوي، نوموړی ځواب کې وايي، چې طالب به د نوي فارمول له مخې طالب حکومت کې شاملېږي او کله چې طالب داسې حالت ولري، نو افغانستان به امریکا ته تضمینوي چې خاوره یې د دوی پرضد نه کارېږي.

"طالبان نه غواړي د اوسني نظام برخه شي"

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال او په دوحه کې د روانو بین الافغاني خبرو ګډونوال حاجي دین محمد وایي، په دې خبرو کې د طالبانو له دریځه داسې ښکاري چې دا ډله په افغانستان کې د اوسني نظام برخه جوړېدل نه غواړي.

Image caption له بي بي سي سره یوه ځانګړې مرکه کې حاجي دین محمد وویل، داسې ښکاري چې د طالبانو دریځ کې بدلون راغلی

له بي بي سي سره یوه ځانګړې مرکه کې حاجي دین محمد وویل، داسې ښکاري چې د طالبانو دریځ کې بدلون راغلی او د نجونو د تعلیم په څېر مسایلو سره اوس مخالفت نه کوي، او دا ټينګار هم نه کوي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه یا ادارې دې په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي.

حاجي دین محمد وايي، د تېرو ناستې پرتله ددې بین الافغاني ناستې یو توپیر دا دی که څه هم دلته د حکومت په استازیتوب څوک نه دي راغلي خو د حکومت نظر وايي چې د اختلاف نظر هم ورباندې ډېر وي، پوښتنې ازادانه کولی شي او ځواب یې هم په خلاص لاس ورکولی شي.

ورته مطالب