د افغانانو اوسنۍ او پخوانۍ خپلمنځي خبرې څه توپیر سره لري؟

  • 8 جولای 2019 - 17 چنګاښ 1398
طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوسنۍ غونډه کې د طالبانو ۱۷ کسیز پلاوی ګډون لري.

د افغان سولې په هکله د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو وروستۍ ورځ ده.

دا غونډه د قطر او جرمني په کوربتوب جوړه شوې او موخه یې په افغانستان کې د سولې لپاره د نظرونو شریکول او همغږي رامنځ ته کول ښودل شوي.

تمه ښودل کېږي چې د دا ډول غونډو په پایله کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لار برابره شي.

د غونډې له پیلېدو مخکې ویل کېدل چې دغو خبرو ته له کابل په شخصي ډول کسان ور بلل شوي او ګډونوال یې که د کابل پلاوی دی یا طالبان دي د حکومت یا خپلې ډلې په استازۍ خبرې کوي.

خو دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو د پوښښ لپاره لپاره د بي بي سي ورغلی خبریال اسماعیل سعادت وايي، پرونۍ غونډه کې طالبان په داسې بڼه را څرګند شول چې د خپلې ډلې په استازۍ خبرې کوي:

"د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر ملا شېر محمد عباس ستانکزي د طالبانو د مرستیال مشر ملا برادر پیغام ولوست او هغه څه یې غونډې ته واورول چې دوی د خپلې ډلې تګلاره وبلله".

له کابل د تلونکي پلاوي ځینې کسانو ښاغلي سعادت ته ویلي، د طالب پلاوي دغه دریځ افغان پلاوي ته خوند ور نه کړ، ځکه دوی هم د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پیغام په نوم یو څه وړاند کړل او نورې داسې خبرې یې هم وکړې چې ګواکې د افغان حکومت دریځ او نظر یې څرګنداوه.

نوموړی وايي، د غونډې تنظیموونکي او ډېری ګډونوال هیله من دي چې د نظرونو دا تبادله به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته ورو ورو لار پرانیځي.

د غونډې بل توپیر دا دی چې د متحده ایالتونو کلک ملاتړ لري، مګر ورته غونډې چې مسکو کې شوې، واشنګټن ور سره لېوالتیا نه درلوده.

د طالبانو نرم دریځ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټاکلې ده د غونډې پای کې یو پرېکړه لیک خپور شي.

د دې غونډې یو ګډونوال حاجي دین محمد- چې پخوا یې ورته غونډو کې ګډون کړی- دا ناسته هیله بښونکې بولي.

نوموړی وایي پخوانیو غونډو کې د حکومت کوم استازي په فردي ډول هم ګډون نه درلود او اوسنۍ کې ګډون لري:

"پخوا غونډو کې د حکومت څوک نه و او چې څوک نه و ډېر اختلاف نظر نه و، اوس که څوک د حکومت په استازۍ نشته، بیا هم د حکومت له پلوه یو څه وي، که څه هم دې سره جنجال پیدا کېږي، خو که څوک سوال کوي ډاډه سوال کوي او ځواب هم ازاده فضا کې ورته ویل کېږي".

دی دا هم وايي، چې تر تېرو غونډو د طالبانو اوسني دریځ کې توپیر راغلی، طالبان داسې ځواب وايي چې اوسني عصر سره برابر دی، "ځکه ویلی شم چې اوسنۍ غونډه ډېره ګټوره ده".

دا غونډه چې نن یې وروستۍ ورځ ده ممکن په یوه پرېکړه لیک پای ته ورسېږي.

د دې ناستې پای ته رسېدو سره د طالبانو او امریکا د اووم پړاو ځنډول شوې خبرې بیا پیلېږي.

د طالبانو او حکومت مخامخ خبرې

د افغان سولې په هکله د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هیله من دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته نژدې راتلونکي کې لار جوړه شي.

ښاغلي خلیلزاد په دوحه کې د بي بي سي خبریال اسمایل سادات سره خبرو کې وویل، په څلورو کې پر دریو مسلو له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلی او تمه یې ده چې تر سپټمبر پر پاتې مسلو هم سلا شي.

ښاغلی خلیلزاد وايي، تر ټاکنو سولې ته لومړیتوب ور کوي او هیله لري چې تر سپټمبر لومړیو پورې د سولې پرېکړه وشي.

نوموړی وايي که سوله ونه شي بیا امکان لري چې ټاکنې وشي، خو داسې ټاکنې غواړي چې د ده په وینا، خلک پرې باور ولري.