د وردګو والي: د جلګې پر روغتون چاپه کې طبي کارکوونکي وژل شوي

د میدان وردګو والي مظفر الدین یمین د انځور حقوق MWP media office
Image caption د میدان وردګو والي مظفر الدین یمین: "په وژل شویو کې ډېری د عامې روغتیا پرسونل دي''.

د میدان وردګو والي وايي، د دايمیرداد ولسوالۍ تنګي سیدان په روغتون کې شپني عملیات شوي، چې څلور روغتیايي پرسونل پکې وژل شوي او ځینې نور ټپیان دي.

والي مظفر الدین یمین بي بي سي ته وویل، په چاپه کې څلور کسان وژل شوي او د ټپیانو شمېر مالوم نه دی:

"په وژل شویو کې ډېری د عامې روغتیا پرسونل دي، دوی رسماً روغتون کې دنده درلوده، یو کس د تداوۍ لپاره راغلی هغه هم مړ شوی. څلور مړه او ټپیان مالوم نه دي".

د افغانستان د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په میدان وردګو او بغلان ولایتونو کې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې په اړه پلټنه کوي، خو وايي "په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي د تداوم اصلي عامل طالبان دي".

د وردګو د والي ویاند محب الله شریف بیا رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي، عملیاتو کې د روغتون دوه کارکوونکي وژل شوي او یو تن امنیتي ځواکونو له ځانه سره وړی.

نوموړی دا هم وايي، چې په روغتون کې د وسله والو طالبانو د روغتیايي چارو مسؤول هم و چې په چاپه کې وژل شوی، خو وسله والو طالبانو ویلي، په دې چاپه کې د دوی کوم کس نه دی وژل شوی.

د جلګې یوه اوسېدونکي انجنیر احمد شاه راشد بي بي سي ته وویل، عملیات تېره شپه شوي، چې د ده یو تره ډاکټر وحیدالله چې ډاکټر او د روغتون مسؤول و، ورک شوی چې دوی یې اوس د مړي او ژوندي لټون کوي.

نوموړی وايي، په وژل شویو کې یو د لابراتوار مسؤول، بل د روغتون نوی مسؤول او یو مستخدم او بل ناروغ دی.

ښاغلی راشد زیاتوي، د عملیاتو پرمهال په روغتون کې ناروغې ښځې هم وې، خو هغوی ته زیان نه دی اوښتی، خو د روغتون درملتون او درمل له منځه تللي دي.

د ویلو ده چې شاوخوا دوه کاله مخکې هم پر دغه روغتون بمبار شوی و، چې ډاکټران او ناروغان پکې وژل شوي وو چې بیا وروسته د سیمې خلکو مظاهرې وکړې.

دا روغتون شاوخوا ۱۸ کاله وړاندې د جلګې ولسوالۍ تنګي سیدان لومړي کلي کې جوړ شوی.

د انځور حقوق FB

بغلان کې د ولسي وګړو د وژل کېدو غبرګون کې لاریون

بل خوا، د بغلان مرکز پلخمري ښار کې د سیمې خلکو د ولسي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې اعتراض کړی او د پلخمري -مزار لار یې تړلې ده.

مظاهره کوونکو د وژل شویو خلکو مړي هم ورسره راوړي او وايي چې په هوايي برید کې د یوې کورنۍ اوه غړي ول شوي او یو بل ټپي دی.

دوی وايي، په وژل شویو کې یوه ښځه، یوه پېغله او پنځه ماشومان دي.

سیمه ییز او د دفاع وزارت چارواکي تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د انځور حقوق Merhrulla Mehrdad
Image caption لاریون کوونکو د وژل شویو کسانو مړي هم راوړي وو.

په میدان وردګو او بغلان کې د ولسي وګړو د وژل کېدو رپوټونه داسې مهال ورکول کېږي، چې همدا تېر بیګا په دوحه کې د وسله والو طالبانو، د افغان حکومتي چارواکو، سیاست والو او مدني فعالانو ترمنځ دوه ورځنۍ بین الافغاني ناسته د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ختمه شوه.

په ګډه اعلامیه کې ټولټال اته مادې راغلي، چې پکې په افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو پر خوندیتوب، د سولې لپاره د خبرو پر دوام ټینګار، د جګړې پر ښکېلو غاړو د سختې د ژبې د نه کارولو غږ، پر ملکي تاسیساتو او ولسي ځایونو د بریدونو نه ترسره کولو او په ټوله کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه شوې ده.

ورته مطالب