د لغمان لرغوني ځایونه د ویجاړېدو له ګواښ سره مخامخ دي

سراج کلا
Image caption د سراج کلا او مهترلام زيارت ځينې برخې په خپله بڼه رغول شوې دي او نورې له سترګو پنا دي چې اړوندې مسؤولې ادارې هم ترې خبرې نه دي او نړېدلې يې ګڼي.

د افغانستان په ختیځ ولايت لغمان کې اتيا سلنه لرغوني ځایونه او ودانۍ (ابدې) په ورک حالت او د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.

د دې ولايت د فرهنګي میراثونو د ساتنې مسؤولین وایي، تر ۵۰ لرغوني ځايونه او ودانۍ شته چې دوی یې لسو هغو ته لاسرسی لري او پاتې یې د له منځه تللو په حال کې دي؛ ځکه په ناامنه سيمو کې دي چې نه يوازې نړيدلې، بلکې ځينې يې غصب شوې هم دي.

په ننګرهار کې د بي بي سي خبريال د لغمان يو شمېر لرغونو ځایونو او ودانو ته ورغلی او وايي، د سراج کلا او مهترلام زيارت ځينې برخې په خپله بڼه رغول شوې دي او نورې له سترګو پنا دي چې اړوندې مسؤولې ادارې هم ترې خبرې نه دي او نړېدلې يې ګڼي.

سراج کلا د ولايتي مرکز مهترلام په زړه کې پرته ده. داسې سيمه چې لغمان ته د کورنيو او بهرنيو ګرځندويانو پام ور اړولی شي.

د وخت تر ټولو دا عصري کلا شاوخوا ۱۱۰ کاله وړاندې د وخت د واکمن امير حبیب الله خان د اوسېدو لپاره جوړ ه شوې وه. دا کلا د لغمان نورو درو ته د ښکار او سيل وتلو لپاره د حبيب الله خان دمه ځای و.

دا کلا د کورنيو جګړو پرمهال په کنډواله اوښتې وه، خو درې کاله وړاندې د دې کلا د ځېنو برخو د رغېدو کار پيل شوی. د کلا لوړ خټين دېوالونه، څلور جګ برجونه او د کلا په دننه کې مسجد او د کلا منځ کې په يوه بله په څو خونو جوړه ودانۍ رغېدلې، خو د دې کلا حرم سرای کې په خپل سر بله کانګریټي ودانۍ جوړه شوې.

Image caption سراج کلا د ولايتي مرکز مهترلام په زړه کې پرته ده.
Image caption سراج کلا د لغمان داسې سيمه کې پرته ده چې د کورنيو او بهرنيو ګرځندويانو پام ور اړولی شي.

د دې کلا د رغولو چارې لا هم روانې دي او په جګو خړو دېوالونو کې زړه خاوره او خښتې له ورايه ښکاري.

د سیمې اوسېدونکي غواړي ژر دې دا کلا د ليدو په موخه پرانېستل شي .

رفيع الله رفيع الله د مهترلام اوسېدونکی: "دا ډول کلاګانۍ او تاریخي ځایونو که و رغول شوي، لغمان به ورسره وغوړېږي، خلک به یې لېدو ته راځي. لغمان به خپل برم بېرته ترلاسه کړي".

مهترلام زيارت د دې ولايت دويمه لرغونې سيمه ده چې د مرکز مهترلام لوېديځ ته په پنځه کېلومتره کې پرته ده.

زيارت کې نن ورځ کراره کراري ده. په شنو ونو پوښلي، دې زيارت ته په ننوتونکې لار د تګ راتګ بېروبار نه شته. منځ کې لويه ګنبده په خپل حال، خو د زيارت لنګرځای، لوی حوض، جومات او د ساتونکو د اوسېدو ځای تازه رغېدلي دي.

مهترلام د نوح پیغمبر پلار!

Image caption مهترلام زيارت د دې ولايت دويمه لرغونې سيمه ده چې د مرکز مهترلام لوېديځ ته په پنځه کېلومتره کې پرته ده.

د زيارت په منځ مسجد کې لويه ګنبده او د ځينو وړو مقبرو سرونه د خښتو په رنګ تازه رغول شوي ښکاري.

همدا منځنۍ ګونبده کې تر اتلس مترو اوږد قبر خپله مهترلام یادېږي. د سيمې د اوسېدونکو د سنتي باورنو او لګېدلې لوحې له مخې مهترلام د نوح علیه سلام پلار ياد شوی دی، خو د دې باورونو ثبوت کره اسناد په لاس کې نه شته. د دې لرغوني ځای عمر له زر کاله اوړي. خلک د دود او ښه نيت له مخې دعا اخېستو او په زيارت کې د پخوانيو سيمې د لېدو په پار ورځي. د بېرو بار شېبې یې دودیزې او د پسرلي ورځې يادېږي.

مقبرې ته په ننوتونکې دروازه کې د ننګرهار له ښيوې د راغلي فواد نومي ځوان سره مخ شوم. ويل یې په لومړي ځل دې زيارت ته د دعا قبلېدو په باور راغلی دی:

"موږ دې لپاره راغلو چې زيارت به هم وکړو او چکر به هم وشي. دا خو ډېر مبارک ځای دی، دعا په کې قبلېږي".

د دې زيارت يو ملنګ خبرې ثبتېدل نه غوښتل، خو زړه يې ډک و چې ولې سلګونه کلونه اوړي او د دې زيارت پالنه نه کېږي.

د مهترلام بابا زیارت، د لغمان ولايتي مرکز په همدې نوم یادېږي. خو هغسې چې پکار ده، پالنه یې نه ده شوې. دلته نارينه او ښځينه څه یې د دعا او څه یې د دې تاریخي زيارت د لېدو لپاره له لرې لرې ځايونو راځي، خو سلګونه کلونه اوړي، اما د دې زيارت په نژدې سيمو کې د شپې تېرولو لپاره د عادي هوټل تابيا نه شته.

عقل تمامه کلا

د لغمان د فرهنګي ميراثونو د ساتنې چارواکي وايي، په دې ولايت کې د ۵۰ لرغونېو ځايونو او ودانيو تر لسو يې دوی لاس رسي لري چې له منځه یې په دوو سراج کلا او مهترلام زيارت کې تر شپږو عابدې او لرغونې سيمې رغولي دي، خو وايي ناامني ددې لامل شوی چې له پاتو ۴۰ یې دوی حال احوال و نه لري.

Image caption زيارت کې نن ورځ کراره کراري ده. په شنو ونو پوښلي، دې زيارت ته په ننوتونکې لار د تګ راتګ بېروبار نه شته.

د لغمان د فرهنګي میراثونو د ساتنې امر نادر مخور:

"ښکاره مثال یې عقل تمامې کلا، اتيا تر نوي سلنې له منځه تللو په حال کې ده. هغه سيمو ته چې د ناامنۍ له امله تللی نه شو، نو د موجوده حال یې خبر نه لرو، چې په کوم حال کې دي".

د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې عقل تمامې کلا، نور لام زيارت او شاهي څلی، په قرغیو کې ميرک غونډۍ او څلور برجه کلا او په الینګار کې کرنجاوې کلا د لغمان مهمې لرغونې سيمو او ودانۍ دي، چې د اړوندو ادارو په وینا ډېرې برخې يې نړيدلې او آن دوی ورته هېڅ لاسرسی نه لري.

وېره ده چې که په لنډ وخت کې دې لرغونو ځايونو او ودانيو ته پام و نه شي، د له منځه تللو برخو د رغېدو هیلې يې هم بې ساه کېدای شي.

په افغانستان کې جګړې، په سيمو کې شته ناامني، طبيعي افتونه، خپل سرې کیندنې او لاس وهنې هغه څه یادېږي چې د افغانستان لرغونې سيمې او ودانۍ یې له منځه وړي او د خلکو له سترګو یې پناه کړي.

ورته مطالب