طالبان: له خلیلزاد سره شنل شوې مسلې بل پړاو کې نهايي کوو

  • 10 جولای 2019 - 19 چنګاښ 1398
زلمی خلیلزاد او طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین، بي بي سي ته وویل، چې له ښاغلي خلیلزاد سره پرون د خبرو لپاره د ټاکلي چوکاټ پر وروستیو ټکو وغږېدل.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اووم پړاو پرون په قطر کې پای ته ورسېد. امریکايي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي چې له طالبانو سره تر ناستې وروسته چین ته تللی او له هغه ځایه به د مالوماتو ورکولو او سلا مشورو لپاره واشنګټن ته درومي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین هم بي بي سي ته وویل، له ښاغلي خلیلزاد سره پرون د خبرو لپاره د ټاکلي چوکاټ پر وروستیو ټکو وغږېدل.

د هغه په وینا، دواړه خواوې به له خپلو مشرانو سره له سلا وروسته پر پاتې مسلو ژر بیا سره جرګه شي.

د افغانانو ترمنځ تر دوه ورځنیو خبرو وروسته دوی یو پرېکړه لیک خپور کړی، چې له دواړو خواوو پکې غوښتل شوي، سپین ږیري معلوم او ناروغ بندیان دې بې له کوم شرطه خوشي کړي.

ګډونوالو همداراز ویلي، د افغانانو د نورو خپلمنځي ناستو او په قطر کې د امریکا او طالبانو د روانو خبرو ملاتړ کوي.

هغه څه چې په دې پرېکړه لیک کې راغلي، یوازې غوښتنې او سپارښتنې دي، الزامي اړخ نه لري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته د افغانانو ترمنځ دا دوه ورځنۍ غونډه بریالۍ وبلله.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
''د خبرو پر دوام ټینګار مثبت ګام دی''

هغه وویل طالبان به له خپله لوري د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره هڅې لا ډېرې کړي:

"د ملکي تلفاتو مخنیوی زموږ پالیسي ده. دا زموږ رسمي تګلاره ده. دلته موږ خپله تګلاره تکرار کړه. که په غیر قصدي ډول ملکي تلفات پېښېږي، موږ یې څېړنه کوو. موږ د جګړې له مقابل لوري هم غوښتنه کوو چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره احتیاط وکړي".

د افغان ولسمشر یوه جګپوړي سلاکار نادر نادري چې د دې غونډې برخوال وو، زموږ همکار اسمعیل سعادت ته وویل، د سولې د خبرو د روانو پاتې کېدو په موخه په دې ناسته کې د اوس لپاره له خپلو ځینو غوښتنو تېر شول:

"موږ په دې غونډه کې د افغانستان د وګړو په توګه ګډون وکړ، موږ اوږده بحثونه وکړل، سختۍ مو ګاللې دي، خو د افغانستان د خلکو لپاره اوس له خپلو ډېرو شیانو تېر شوي یو، موخه مو دا وه چې د بحث او د اختلاف پر ټکو د خبرو لپاره راتلونکې کې زمینه برابره شي".

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان د سولې په اړه یې په سیمه ییزه او نړیواله کچه همغږي رامنځته کړې ده. د هغه په وینا، په دې برخه کې د ملاتړ خپلولو په موخه یې تېرې دوه میاشتې پرله پسې ځانګړې هڅې کړې دي.

ښاغلي غني خپلې کابینې ته وینا کې همداراز وویل، چې سوله او د ولسمشرۍ را روانې ټاکنې د یوه بل مخنیوونکې نه، بلکې د یوه بل بشپړوونکي بهیرونه دي.

ورته مطالب