'فراه کې دوه ایراني پوځيان له وسلې سره نیول شوي '

  • 10 جولای 2019 - 19 چنګاښ 1398
افغانستان د انځور حقوق FMIC

د افغانستان لوېدیځ فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، دوه ایرانیان چې دوه ورځې مخکې په پوځي یونیفورم کې له یوه موټر او دهشکې سره د فراه خاورې ته ننوتلي وو، نیول شوي او اوس له سرحدي ځواکونو سره دي.

د فراه د والي یواند فاروق بارکزي د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، دغو ایرانیانو نظامي یونیفورم درلود، چې د فراه له سرحدي سیمې فراه ته ننوتلي وو.

نوموړی وايي، د دغو ایرانیانو د راتلو اصلي هدف مالوم نه دی، خو اوسمهال له سرحدي پولیسو سره دي.

فراه د افغانستان په لوېدیځ کې نسبتاً ناامنه ولایت دی چې په ګڼو ولسوالیو کې یې طالبان فعالیت لري.

دا ولایت چې له هرات، نیمروز، هلمند او غور ولایتونو سره ګډه پوله لري، له ایران سره هم ګډ سرحد لري.

افغان چارواکو او په افغانستان کې امریکايي پوځيانو څو څو ځله پر ایران تور پورې کړی چې د طالبانو ملاتړ کوي او دغې ډلې ته پوځي تجهیزات او روزنه ورکوي.

د فراه پخواني والي عارف شاه جهان تېر کال بي بي سي ته ویلي وو، ایران او روسیه له طالبانو په دې ولایت کې ملاتړ کوي، دوی ته روسي پوځي تجهیزات ورکوي او جنګیاليو ته یې د ایران په خاوره کې د فراه پولې ته څېرمه پوځي روزنه ورکوي.

کابو دوه کاله مخکې هم افغان پوځ ځینې داسې ثبوتونه وموندل چې د افغانستان په لوېدیځ کې له طالبانو د ایران د پوځي او وسلو د ملاتړ ښکارندويي یې کوله.

جنرال شریف یفتلي بي بي سي ته ویلي وو، داسې اسناد لري چې ښيي ایران د افغانستان په لوېدیځ کې طالبانو ته پوځي تجهیزات او وسلې ورکړې دي.

ورته مطالب