غني: دولت شخصي ملکیت نه دی چې وویشل شي

غني د انځور حقوق ARG
Image caption د ولسمشر غني په وینا، که جګړه کې ښکېلې غاړې دا فرصت له لاسه ورکړي نو مسئولیت به یې د دوی پر غاړه وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له وسله والو مخالفینو سره د سولې لپاره له هر ډول قید او شرط نه تېر شوی دی، خو دولت د ده شخصي ملکیت نه دی چې له چا سره وویشل شي.

نوموړي 'چارشنبه جون لسمه ' په کابل کې له اداري فساد سره د مبارزې په اړه د اروپایي ټولنې په پنځم کنفرانس کې وویل، له طالبانو سره د سولې لپاره لوی خنډونه له منځه تللي دي.

ولسمشر غني وویل، هره ورځ او هر وخت سوله نه کېږي، خو اوس د سولې وخت دی، ځکه چې شرایط ورته برابر دي او له هغې باید ګټه پورته شي.

د ده په وینا، که جګړه کې ښکېلې غاړې دا فرصت له لاسه ورکړي نو مسئولیت به یې د دوی پر غاړه وي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې نا امني، اداري فساد، نشيي توکي او بې وزلي د افغانستان سترې ستونزې یادې کړې خو ویې ویل، د دې ټولو ستونزو لاملونه په جګړه کې دي.

ښاغلی غني دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې په دوحه کې د یو شمېر افغان چارواکو، طالب استازو، افغان سیاست والو او مدني فعالانو ترمنځ دوه ورځنۍ بین الافغاني ناسته دوشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.

افغان حکومت د دې اعلامیې هرکلی وکړ او زیاته یې کړ چې د دې ناستې پایلې مثبتې وې.

د انځور حقوق ARG

په دغه ناسته کې پر اوربند ښکاره هوکړه و نه شوه، خو په اعلامیه کې ټولو غاړو ټینګار کړی چې تاوتریخوالی باید کم شي.

له دې ناستې یوه ورځ وروسته په دوحه کې د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ هم د خبرو اووم پړاو پای ته ورسېد او دواړو خواو ویلي چې ډېر ژر به بیا خبرې پیلوي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو ډډه کړې ده، او د دوحې په بین الافغاني ناسته کې هم د افغان حکومت درې چارواکو په شخصي توګه ګډون کړی و.

ورته مطالب