د افغانستان نفوس ۱۵ کلونو کې ۴۶ سلنه ډېر شوی

  • 11 جولای 2019 - 20 چنګاښ 1398
افغانستان د انځور حقوق ARG

افغان حکومت وایي، د دغه هېواد نفوس هر کال دوه اعشاریه څوارلس سلنه وده کړې چې دې سره په تېرو پنځلسو کلنو کې څه باندې ۴۶ سلنه وده شوې ده.

افغان چارواکي د افغانستان نفوس څه باندې ۳۲ میلیونه ښيي او په اندیښنې سره وایي، که چېرې دا وده دوام پیدا کړي نو تر ۲۰۵۰ کاله پورې به د افغانستان نفوس دوه برابره شي.

د نفوس د نړیوالې ورځې په مناسبت چې نن د جولای یوولسمه ده، د اقتصاد وزارت د هېواد د نفوس وده د اقتصادي ودې پر وړاندې خنډ بللی دی.

''۲۴ کلونو کې به د افغانستان نفوس دوه برابره شي''

م. م افغانستان کې د بې وزلۍ او خوارځواکۍ حالت خواشينوونکی دی

د شمېرو له مخې په افغانستان کې د ښځو د مېندوارۍ کچه له پنځو ماشومانو ډېره ده او په منځنۍ کچه د هرې کورنۍ غړي ۷ تنه ښودل شوي چې د ګاونډیو هېوادونو پرتله دا لوړې شمېرې دي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر مصطفی مستور د دغه هېواد د نفوس وده د اقتصادي ودې پرتله ډېره لوړه بللې او وایي، له اړوندو ادارو سره د نفوس پر ملي پالیسۍ کار کوي چې د نفوس او اقتصاد ودې ترمنځ برابري رامنځته کړي.

افغانستان د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې دی چې جمعیت یې په ډېره چټکۍ سره د ودې په حال کې دی. د احصایې ملي اداره د افغانستان نفوس ۳۲ اعشاریه دوه میلیونه ښوولی چې په وینا یې ۱۶ اعشاریه څلور میلیونه یې نارینه او ۱۵ اعشاریه اته میلیونه یې ښځې دي.

د شمېرو له مخې د ټول نفوس ۷۱ سلنه یې کلیو کې، ۲۳ اعشاریه نهه سلنه یې ښارونو کې او ۴ اعشاریه اووه سلنه کسان یې کوچیان دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چارواکي وايي، د نفوس وده د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې جدي خنډ دی.

د احصائې مرکزي ادارې مشر جاوید رسولي وایي، د نفوس وده د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې جدي خنډ دی.

تر دې وړاندې د افغان حکومت ویلي و که چېرې د نفوس وده په همدې کچه دوام پیدا کړي نو سرچینې به محدودې او خدمتونه به ورسره لږ شي.

د احصائې ملي اداره وایي، د افغانستان د نفوس شمېر اټکلي دی.