د جنسي ځورونو ادعاوې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جنسي ځورونو ادعاوې

افغان حكومت د جنسي ځورونو له ادعاوو سره مخامخ دی. دا تېره مې د دغه هېواد ولسمشر يو سلاکار د واک پر ګدۍ ځينې کسان تورن کړل، چې د جنسي ګټو بدل کې پر حکومتي دندو سوداګري کوي. داسې حال کې چې افغان حکومت دغه ادعاوې ردوي، د بي بي سي يوې پلټنې له هغو ښځو اورېدلي، چې وايي د جګپوړو حکومتي چارواکو له لوري له جنسي ځورونو سره مخامخ شوې دي. دې راپور کې د ځينو ښځو پېژنګلوۍ ساتلو لپاره د دوی خبرې د نورو په غږ ويل شوې دي.