ننګرهار؛ واده کې "ځانمرګي۶ کسان ووژل او تر ۱۴ ټپیان کړل"

ننګرهار

د ننګرهار پچيراګام، لاندې پچير سيمه کې د يو واده په مراسمو کې نن سهار شاوخوا اته بجې چاودنه شوې.

د والي وياند عطاءلله خوږياڼی د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي سره خبرو کې پېښه مني او وايي، یوه ماشوم ځانمرګی برید کړی دی.

نن سهار د قومي مشر ملک تور د وراره واده و، کله چې هلته ګڼه ګوڼه جوړېږي، ماشوم ځانمرګی برید کوي.

د هغه په خبره، دې پېښه کې د ملک تور په ګډون تراوسه شپږ کسان وژل شوي او تر ۱۴ ټپیان دي:

"ټپیان د جلال اباد حوزوي روغتون او د پچیراګام او چپرهار ولسوالۍ روغتونونو ته لېږدول شوي دي".

* توره بوړه؛ داعش او طالب ته څومره مهمه ده؟

* 'داعش د ننګرهار پچیراګام کې پر کورونو او پوستو بریدونه پیل کړي'

عطاالله خوګیاڼي لومړیو کې وویل چې دې پېښه کې له ۴۰ ډېر کسان ټپیان شوي، خو اوس وايي تر ۱۴ کسان ټپیان دي

نوموړی زیاتوي، د ځینې ټپیانو وضعیت نازک دی، ځکه ښايي د مرګ ژوبلې شمېر ډېر شي.

د پچير اګام ولسوال حضرت خان خاکسار او قومي مشرانو بي بي سي ته ويلي، بريد په دې ولسوالۍ کې د حکومت پلوه پاڅونوالو د مشر ملک تور د وراره د واده مراسم کې شوی.

وسله والو طالبانو دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

پچیر اګام

پچیراګام د ننګرهار له سرحدي ولسوالیو ده چې ډیورنډ کرښې سره پرته ده.

پخوا دې سیمه کې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ نښتې هم شوې دي.

توره بوړه، هم دې ولسوالۍ کې ده چې د افغان شوروي جګړې پر مهال مجاهدینو پکې سمڅې جوړې کړې دي.

د ۲۰۱۷ کال دوبي کې د وسله والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ له سختو جګړو وروسته توره بوړه د داعش لاس ته ورغله

اوس هم د دې سیمې ځینې کلي د داعش لاس کې دي او کله کله پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب