لوی څارنوال: د جنسي ځورونې قربانیان دې شکایت ثبت کړي، هویت به یې خوندي وي

Afghan pedestrians make their way along a street in downtown Kabul on January 14, 2014 د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان لویه څارنوالي وايي په دولتي ادارو او تعليمي او تحصیلي بنسټونو کې د ښځو لپاره د سالم کاري چاپېریال رامنځته کول د دولت مکلفیت دی.

د افغانستان لویې څارنوالۍ په دولتي ادارو کې د جنسي ځورونو له قربانیانو غوښتي چې د ځوروونکو خلاف شکایت ثبت کړي.

دغې ادارې ویلي د قربانیانو هویت به پټ ساتي او شکایتونه به يې وارزوي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال سرور دانش هم له عدلي او قضايي ادارو غوښتي چې په دولتي ادارو کې د جنسي ځورونو اړوند ادعاوې په کلکه وڅاري.

په دې وروستیو کې په یو شمېر دولتي ادارو، په تېره بیا ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ښځو د جنسي ځورونې اړوند تورونه مطرح شوي.

یوه میاشت وړاندې د افغانستان د ولسمشر یوه پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي پر ولسمشرۍ ماڼۍ د فحشا د خپرولو تور پورې کړی و.

وروسته له هغې لویې څارنوالي اعلان کړی و چې د علماوو شورا د استازو، رسنیو او مدني ټولنو غړو پر وړاندې به د ښاغلي احمدزي تورونه وڅېړي خو تراوسه یې دا کار نه دی کړی.

د انځور حقوق AGO
Image caption لوی څارنوال فريد حميدي د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره په مبارزه کې د ادارو د همغږۍ په نامه کنفرانس کې خبرې کولې.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي په دولتي ادارو او تعليمي او تحصیلي بنسټونو کې د ښځو لپاره د سالم کاري چاپېریال رامنځته کول د دولت مکلفیت دی.

لوی څارنوال فريد حميدي چې نن د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره په مبارزه کې د ادارو د همغږۍ په نامه کنفرانس کې خبرې کولې په دولتي او خصوصي ادارو کې د جنسي ځورونو قربانیانو اړوندو راپورونو ته په اشارې له قربانیانو وغوښتل چې خپل شکایتونه ثبت کړي.

هغه وویل "څوک چې له دا ډول کړنو سره مخامخ شوي، په مېړانې سره دې عدلي او قضايي ادارو ته راشي، زه د افغانستان د لویې څارنوالۍ د مسوول په توګه دا ژمنه کوم چې هویت به یې خوندي وي او په بې طرفۍ، خپلواک او عادلانه توګه به دا ډول قضیې وڅیړل شي."

د بي بي سي یو تازه راپور ښيي چې په یو شمېر دولتي ادارو کې ښځې له جنسي ځورونې سره مخامخ شوي دي.

د جنسي ځورونو یوې قرباني بي بي سي ته ویلي یوه لوپوړي پخواني چارواکي په دومدار ډول ځوروله او حتا یوه ورځ چې په خپل کاري دفتر کې وه د جنسي برید هڅه پرې شوې.

Image caption یوه پخوانۍ حکومتي ماموره وايي، یوه جګپوړي وزیر پر هغې په زور د جنسي تېري هڅه وکړه

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې په دغه کنفرانس کې وینا کوله له لویې څارنوالۍ وغوښتل چې په دولتي ادارو کې د جنسي ځورونو اړوند تورونه په کلکه وڅېړي.

ښاغلي دانش وویل "له لویې څارنوالۍ او د دغې ادارې له مسوول نه په جدیت سره غواړو چې دغه راپورونه په دقت سره وڅېړي. که دغه تورونه په اثبات ورسېږي نو په ټوله مېړانې سره دې دا کسان افشا کړي او د کړي جرم تر ټولو سخت مجازات دې ورکړي څو د ننګ دغه داغونه د حکومت له لمنې پاک شي."

ښاغلي دانش وویل یو شمېر تورونه د دولت پر خلاف په سیاسي ډول هم کارېږي. هغه وویل د خکلو او حکومت تر منځ د باور جوړولو په خاطر په کار ده چې مجرمان که په هره کچه کې وي افشا او مجازات شي.

د ولسمشر دویم مرستیال فساد او د حاکمیت ضعف په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډېرېدو یو لامل وباله او ویې ویل د حکومت له هڅو سره سره لا هم حکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په کمولو کې بریالی نه دی.

ورته مطالب