عمري
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ګوانټانامو پخواني بندي محمد نبي عمري سره ځانګړې مرکه

کله چې په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ړنګ شو یو شمېر طالبان یې ونیول او د "ترهګرۍ" په تور یې ګوانټانامو زندان ته واستول.

وروسته ډېری افغان بندیان خوشې شول. په ۲۰۱۴ کال کې له دغو بندیانو پنځه جګپوړي طالب مشران د یوه پوځي امریکايي په بدل کې خوشې شول چې اوس په قطر کې امریکا سره د طالبانو په استازولۍ خبرې کوي.

په دوی کې په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي منشي محمد نبي عمري هم شامل دی. ښاغلی عمري د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان و.

ښاغلي عمري زمونږ له همکار عنایت الحق یاسیني سره خبرې کړي دي.