'د افغانستان یو ګاونډی د هرات لرغونو ځایونو ته ورته جعلي ودانۍ جوړوي'

هرات
Image caption د پېژندل شویو تاریخي څېرو د اصلي ځای پر سر شخړه د افغانستان او ایران ترمنځ اوږده مخینه لري.

د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې کلتوري چارواکي وایي، د افغانستان په ګاونډ کې د هرات ځینو لرغونو ځایونو ته ورته ودانۍ د جوړېدو په حال کې دي.

د هرات د لرغونو سیمو د ساتنې ادارې بي بي سي ته ویلي، داسې مالومات یې ترلاسه کړي چې ښیي په یوه ګاونډي هېواد کې د مولانا واعظ کاشفي په نامه یو قبر جوړ شوی او د تیموریانو د عصر مشهور انځورګر کمال الدین بهزاد د جعلي مقبرې د جوړولو چاره روانه ده.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان یوې رسمي دولتي سرچینه په بهر کې د هرات لرغونو ځایونو ته د ورته هغو د جوړولو په تړاو څرګندونې کوي.

د هرات د لرغونو سیمو د ساتنې ادارې مشر زلمی صفا وایي په تېرو څو کلونو کې له زیارتونو سل ډبرینې لوحې یا ورکې شوې او یا هم له منځه وړل شوې دي چې په وینا یې دا وضعیت د دې لپاره چې په بهر کې ورته توکي په جعلي توګه جوړ شي زمینه برابروي.

'که ډبرې نه شئ لېږدولی نو ماتې یې کړئ'

ښاغلی صفا وایي، داسې یو کس هم په هرات کې نیول شوی چې پولیسو ته یې ویلي، ده ته ویل شوي و 'که ډبرې نشئ لېږدولی نو ماتې یې کړئ'.

ښاغلی صفا د هېڅ یوه هېواد نوم نه یادوي، خو زیاتوي چې د مشهورو څېرو پر سر شخړه باید ختمه شي.

د پېژندل شویو تاریخي څېرو د اصلي ځای پر سر شخړه د افغانستان او ایران ترمنځ اوږده مخینه لري.

ښاغلی صفا وایي: ''کلتوري شخصیتونه نړۍ شموله دي. په یوه ځای پورې نه وي تړلي. مثلاً مولانا جلال الدین بلخي کولی شو ایرانی، افغان، بلخی او یا نړیوال یې وبولو. همداراز مولانا جامي، کمال الدین بهزاد، مولانا واعظ کاشفي او داسې نور. اوس زموږ په یوه ګاونډي هېواد کې د واعظ کاشفي لپاره یوه مقبره جوړه شوې او همداراز د کمال الدین بهزاد لپاره د یوې مقبرې په جوړولو بوخت دی. خو له نېکه مرغه اصلي یې له موږ سره دی''.

په هرات کې د کلتوري میراثونو د ملاتړ نادولتي ټولنې هم اندېښنه ښودلې، خو پړه یې د افغانستان پر دولت وراچولې.

Image caption دا لومړی ځل دی چې د افغانستان یوې رسمي دولتي سرچینه په بهر کې د هرات لرغونو ځایونو ته د ورته هغو د جوړولو په تړاو څرګندونې کوي.

د یادی ټولنې غړی سید عبدالقادر رحیمي وایي:

''که نورو له موږ نه ډبرې وپېرودلې او موږ پرې وپلورلې او یا که موږ خپله یوه ډبره ماته کړه او نورو بیا هغو ته ورته یوڅه جوړ کړل دا پړه زموږ ده چې ولې یې ساتنه نه کوو. ولې موږ د دې توکو د ساتنې لپاره هېڅ منظمه تګلاره نه لرو؟ د نورو ملامتول زموږ ستونزه نه هواروي. موږ باید خپله تګلاره جوړه کړو او پراختیا ورکړو''.

تر دې مخکې یوځل وړاندیز شوی هغه لرغونې سیمې او ځایونه چې بیارغول کېږي د مدني ټولنې څانګو ته دې ورکړل شي چې هم د خپلو پروګرامونو لپاره ځای ولري او هم په دې ډول لرغوني ځایونه وساتل شي.

Image caption په هرات کې داسې یو کس نیول شوی چې پولیسو ته یې ویلي، ده ته ویل شوي و 'که ډبرې نشئ لېږدولی نو ماتې یې کړئ'.

په هرات کې د مدني ټولنې فعال جواد عمید څخه مې وپوښتل چې دا طرحه ولې کامیابه نه وه؟ ''له بده مرغه دا وړاندیز و نه منل شو. وویل شول چې حساسیت شته. دا آثار مهم دي او تګ او راتګ پکې زیان ورته اړلی شي. خو نتیجه برعکس وه. هغه ځایونه چې هلته تګ او راتګ نشته ډېر زیان یې لیدلی. ځکه دولت بودیجه او ساتونکي نه لري چې دا لرغونې سیمې وساتي او همداسې زیان ور رسېږي''.

ویل کېږي هرات د بهرنیو سیلانیانو د جذبولو لپاره پراخه ظرفیت لري، خو د افغانستان دولتونه په تېرو څو لسیزو کې په دې نه دي توانېدلي چې له جګړې خلاص شي او کلتوري مسایلو ته لومړیتوب ورکړي. هرڅه په جنګ او سوله پورې تړلې.

ورته مطالب