غزني؛ د افغان پوځیانو "خپلمنځي ډزو کې" د لوا قومندان وژل شوی

قومندان د انځور حقوق MOD
Image caption عبدالمبین مجتبی د ۲۰۳ تندر قول اردو د دریمې لوا قومندان و

د غزني امنیتي چارواکي وایي چې په قره باغ ولسوالۍ کې د افغان پوځیانو په خپلمنځي ډزو کې د ملي اردو د دریمې لوا قومندان عبدالمبین مجتبی وژل شوی او دوه نور پوځیان ټپیان شوي دي. وسله والو طالبانو د برید مسئولیت منلی دی او ادعا کوي چې د لوا د قومندان په ګډون یې څلور امریکایي پوځیان هم وژلي.

د افغانستان د دفاع وزارت هم پر خپله فېسبوک پاڼه د قومندان مجتبی وژنه تائید کړې ده او دا مني چې برید یو نفوذي کس کړی چې د ملي اردو په لیکو کې یې دنده درلوده.

د دفاغ وزارت وایي چې نوموړی د امنیتي وضعیت د اروزنې لپاره د غزني قره باغ ولسوالۍ ته تللی و.

د غزني امنیه قومندان محمد خالد وردک له بي بي سي سره خبرو کې وویل.

"د لوا قومندان د یوې امنیتي غونډې لپاره سیمې ته تللی و. د بېرته راتلو پر وخت، کله چې الوتکې ته پورته کېده نو دوه کسانو پرې انداخت کړی. په دوی کې یو د افغان پوځ بریدم او بل سرباز و. دوی دواړه وژل شوي دي او په سیمه کې اوس وضعیت کنترول دی ".

ښاغلي وردک له بي بي سي سره خبرو کې وویل چې د لوا قومندان ټپي دی او ګردېز ته د درملنې لپاره رسول شوی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېر کال کندهار کې د طالبانو نفوذي برید کې د دې ولایت امنیتې قومندان جنرال رازق ووژل شو

خو لږ وروسته د قره باغ ولسوال صاحب خان الهام بي بي سي ته ومنله چې قومندان عبدالمبین مجتبی برید کې وژل شوی دی.

د ولسوال په خبره، ډزې په قره باغ ولسوالۍ کې له یوې امنیتي غونډې وروسته چې بهرنیان هم په کې وو، شوې دي.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني هم بي بي سي ته وویل چې د لوا قومندان په ډزو کې وژل شوی دی. یوه قومي مشر هم بي بي سي ته ویلي چې پيښه کې قومندان وژل شوی دی.

په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د خپلو سرتېرو د وژل کېدو یا ټپي کېدو په اړه کومه اعلامیه خپره کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغان پوځ کې د ننه د وسله والو مخالفینو نفوزي کسان پر جکپوړي افغان امنیتي چارواکو بریدنه کوي او وژني یې.

په دې لړ کې تر ټولو مهم برید کې تېر کال د کندهار د امنیتې پخوانی قومندان جنرال عبدالرازق ووژل شو او یو شمېر نور مهم چارواکي ټپیان شول.

ورته مطالب