شهرزاد اکبر د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره وټاکل شوه

شهرزاد اکبر د انځور حقوق Shehrzad/Facebook

شهرزاد اکبر د سیما سمر پر ځای د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې په حیث ټاکل شوې ده. شهرزاد اکبر دا ورستیو کې د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکاره ټاکل شوې وه.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم تایید کړې چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې او اتو غړو پر ځای نوي کسان ګومارل شوي، خو د کمیسیون له مشرې پرته د نورو غړو نومونه د نه دي اعلان شوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ رسنیز دفتر په خبره د بشري حقونو پخوانۍ مشره سیما سمر د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو برخه کې د ولسمشر ځانګړې استازې په توګه ګومارل شوې ده.

سیما سمر: د افغانستان دولت د ربړونو مخنیوي هڅې ناکافي دي

سيما سمر د نوبل بديله جايزه وگټله

"د ولسمشرۍ کانديدان دې پر بشري حقونو دريځ روښانه کړي"

د افغان ښځو لپاره عدالت ته رسېدل اسان شوي؟

مېرمن سمر له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون د مشرې په توګه کار کاوه.

شهرزاد اکبر له بي بي سي سره خبرو کې وویل، غواړي 'د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي تلفاتو او له بشري حقونو د سرغړونې پېښو مستندولو ته دوام ورکړي. '

نوموړې زیاته کړه:

''د سولې او بشري حقونو تر منځ تړاو او د سولې او عدالت تر منځ ربط داسې څه دي چې زموږ لپاره کاري لومړیتوب لري. ''

شهرزاد اکبر چې د افغانستان جوزجان ولایت کې زېږېدلې او د طالبانو واکمنۍ پر مهال له کورنۍ سره پاکستان ته کډواله شوې وه، په ټولنیزو چارو کې د ولسمشر غني لوړ پوړې سلاکارې په حیث یې کار کړی، او د ملکي خلکو خوندیتوب برخه کې دا ورستیو کې د ملي امنیت شورا مرستیاله ګومارل شوې وه.

نوموړې د بي بي سي په ګډون یو شمېر رسنیو کې دنده تر سره کړې، د اسیا مرکز، ټاکنو د ناظر مرکز او پرانیستې ټولنې مرکز په ګډون یې د یو شمېر غیر دولتي ادارو مشري کړې یا یې غړیتوب درلود.

نوموړې د 'قره ' په نوم یو څېړنیز مرکز تاسیس کړی و، چې دې مشري هم کوله.

نوموړې په کډوالۍ کې د لومړنیو زده کړو له بشپړولو وروسته له د امریکا له سمیت کالجه د ټولنپېژندنې لیسانس او د برتانیا له اکسفورډ پوهنتونه د پرمختیا په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړې دي.