ورځپاڼې: افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو تړل کېدل یو جدي ګواښ دی

روغتیا د انځور حقوق Getty Images

برتانوۍ ورځپاڼې ډیلي ټلیګراف په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو د روغتیايي مرکزونو د تړولو په اړه یوه مطلب کې راغلي دا ګام په دغه هېواد کې د روغتیايي سیسټم لپاره یو ګواښ دی، ځکه په دې سره هره ورځ زرګونه کسان له روغتیايي خدمتونو بې برخې کیږي.

ورځپاڼه لیکي روغتیايي کارکوونکو تل له دوی سره د طالبانو له خوا د ناوړه چلند له امله شکایت کړی او وايي دا تیری ورځ تربلی زیاتیږي.

ډیلي ټیلي ګراف لیکي دولتي کارکوونکي هم روغتیايي کارکوونکو ته ستونزې رامنځته کوي ، په تېره کله چې روغتیايي کارکوونکي له طالبانو سره پر اړیکو تورن شي.

دا ورځپاڼه لیکي تیر کال په افغانستان کې پر روغتیايي مرکزونو او روغتیايي کارکوونکو شاوخوا زر بریدونه شوي دي.

وروستیو پیښو ته په کتو د ورځپاڼې ددې مطلب له مخې په افغانستان کې مرستندویه ټولنې له دې په اندېښه کې دي چې کارکوونکي یې په زیاتېدونکي توګه له ګواښ سره مخامخ دي او ښکیلې خواوې د کارکوونکو خوندیتوب چې د نړیوالو قوانینو له مخې تضمین شوی له پامه غورځوي.

شهرزاد اکبر د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره وټاکل شوه

'طالبانو وردګو کې لسګونه روغتیايي مرکزونه تړلي'

ورځپاڼې: طالبانو سره له سولې وروسته به هم ترهګرۍ ضد مبارزه روانه وي

امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن ایګزمینر په یوه مطلب کې د امریکا هغه انديښنو ته اشاره شوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا له امله یې لري، واشنګټن ایګزمېنر لیکي د امریکا دفاع وزارت په تازه رپوټ کې ویل شوي چې دا اندیښنه شته چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلاف له امله امریکا ونه شي کولی د سولې ټاکل شوی هدف تر لاسه کړي.

ورځپاڼې لیکي پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې د اندیښنې وړدي. دا ورځپاڼه زیاتوي دا نښتې له ۲۰۰۷ کال راهیسې څو ځله رامنځته شوې دي.

ورځپاڼه د سیاسي چارو د یوه شنونکو له قوله لیکلي ددې نښتو یو دلیل دا دی چې پاکستان نه غواړي په افغانستان کې یو پیاوړی دولت رامنځته شي. ځکه دده په وینا پاکستان فکر کوي چې اصلي متحدین یې طالبان دي. خو داسې افغان دولت خپل ځان لپاره ګواښ ګڼي چې له هند سره ښه اړیکي ولري.

امریکایۍ مجلې فارن پالیسي امریکا ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سفر او له پاکستانه د امریکا د غوښتنو په اړه یو مطلب خپور کړی او وايي عمران خان باید ډونالډ ټرمپ ته دا اجازه ورنکړي چې پاکستان د قربانۍ د یوه ګډوري یا پسه په توګه وکاروي.

د انځور حقوق Getty Images

د مطلب لیکواله شري رحمان چې په پخوا په واشنګټن کې د پاکستان سفیره وه وايي څلور لسیزې وروسته له هغه چې په افغانستان کې د امریکا او پاکستان ګډ ماموریت پيل شو، اسلام اباد یو ځل بیا د لویو ځواکونو په منځ کې د پاتې کېدو له خطر سره مخامخ دی او یوازې زیرکه دپلوماسي کولی شي پاکستان وساتي.

په دې مطلب کې وړاندې ویل شوي د دواړو مشرانو خبرې به له ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغان حکومت سره د خبرو لپاره د طالبانو اړ کولو په باره کې وي. نوموړې په دې نظر ده چې امریکا به له پاکستانه وغواړي په افغانستان کې د ټیکاو لپاره ډیر څه وکړي، پيسو وینځلو په برخه کې د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کښیږدي او د نړیوال صندوق معیارونه عملي کړي. د پاکستان پخوانۍ سفیره وايي پاکستاني چارواکو ته په کار ده چې پوه شي د افغانستان په مساله کې رغنده رول لوبول د پاکستان لپاره ګټونکې پره ده.

هندوستان ټایمز لیکلي د بالیووډ ستوري اکشي کومار اعلان کړی چې په اسام ایالت کې له سیلاب ځپلو سره لس ملیونه هندۍ کلدارو مرسته کوي. هغه ویلي په همدې اندازه به د هند له یوه ملي پارک سره هم مرسته وکړي.

اکشي کومار پر ټویټر یوه پيغام کې له خلکو غوښتي په اسام کې له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.