بادغیس کې د افغان ځواکونو د تلفاتو ضد او نقیض راپورونه

افغان ځواکونه د انځور حقوق Getty Images

د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي: "تېره ورځ د سپینږیرو په منځګړیتوب له اب کمري ولسوالۍ د شاوخوا ۳۴ کمانډو ځواکونو جنازې مرکز ته راوړل شوې دي."

د بادغیس ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیک په خبره دغه ځواکونه وړمه شپه له غور ولایت نه اب کمري ولسوالۍ ته د عملیاتو لپاره ورغلي و.

"دغه ځواکونه مخامخ د غور له چغچران ولسوالۍ اب کمري ته ورغلي و چېرې چې یو زندان او طالبانو قومندان کور دی. د شپې په اوه نیمو بجو سیمه کې پیاده شوي و. دا چې هلته د پالیزونو او غنمو وخت دی او خلک په تپو کې و. دا چې هلته وسله وال دي پر دوی یې برید پیل کړی."

نوموړی زیاتوي چې تېره ورځ سهار افغان ځواکونو خپله یوه ډله ژغورلې او درې نورې ډلې چې دده خبره هره ډله کې شاوخوا ۱۲ کسان وي د وسله والو لاس ته ورغلي.

غزني؛ د افغان پوځیانو "خپلمنځي ډزو کې" د لوا قومندان وژل شوی

افغانستان ته سوله لومړیتوب لري او که ټاکنې؟

بادغیس کې د طالبانو وسله وال برید پای ته رسېدلی

دی زیاتوي چې په دوی کې ځینې وژل شوي، یو شمېر ټپیان دي او څو نور بیا ژوندي نیول شوي. ښاغلی بیک وايي، "وروسته اسیران هم وژل شوي دي".

اب کمري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړه کې دواړو خواو یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په دې جګړه کې ۲۹ طالب وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

دې وزارت ویاند روح الله احمدزي بي بي سي ته ویلي، د دوی لس تنه سرتیري هم په دې جګړه کې وژل شوی دي.

دی زیاتوي چې ۲۰ تنه افغان سرتیري لادرکه شوي و چې په وینا یې ۱۲ تنه یې بېرته له خپلو سرتیرو ملګرو سره یوځای شوي او پاتې لادرکه دي.

د انځور حقوق Getty Images

د ښاغلي احمدزي په خبره سیمه پیچلې ده او هلته جګړه روانه ده.

د دفاع وزارت ویاند وايي، په سیمه کې چاڼیز عملیات روان دي.

بلخوا طالبانو ادعا کړې چې د اب کمري ولسوالۍ په میده قل سیمه کې یې د 'افغان ځانګړو ځواکونو ۳۹' تنه وژلي دي.

دې ډلې یوه ویاند قاري یوسف احمدي ویلي '۱۲ افغان کمانډو ځواکونه' یې نیولي دي.

طالبانو ویلي چې د دوی درې کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

اب کمري د غور مرکز ته په ۲۵ کلومترۍ کې پرته نا امنه ولسوالي ده. د ولسوالۍ له مرکز او ځینو سیمو پرته ډېره برخه یې د طالبانو ولکه کې ده.

ورته مطالب