د کندهار پر امنیه قومندانۍ د طالبانو برید؛ یوشمېر کسان وژل شوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کندهار برید

په کندهار کې د امنیې قومندانۍ په وره کې د موټر بم چاودنه شوې. ویل کېږي، چې د بریدګرو موخه د کندهار پولیسو د نشه یي توکو مخنیوي څانګه وه.

تر چاودنې وروسته وسله والو پر پولیسو ډزې کړې دي. لومړنی رپوټونه وايي، دغه برید کې له لسو ډېر کسان وژل شوي او نژدې سل کسه ټپیان شوي دي چې ډېری پکې ملکي کسان دي.

وسله والو طالبانو ویلي، دغه برید دوی کړی او یو شمېر په وسلو سمبال ځانمرګي د امنیې قومندانۍ ودانۍ ته ننوتي دي.

کندهار والي حیات الله حیات بي بي سي ته وویل، د دغه ولایت پر امنیه قومندانۍ نن ماسپښین پیل شوی برید د بریدګرو له وژل کېدو وروسته پای ته رسېدلی دی.

والي وايي: ''تر اوسه رسېدلي معلومات ښيي چې نژدې ۱۲ کسان شهیدان دي او نژدې ۶۰ ټپیان دي، چې اکثر یې ملکي کسان دي. امنیتي او دفاعي ځواکونو د امنیې قومندانۍ او ګمرک په ودانۍ کې پلټنې پیل کړې، چې کوم بریدګر ژوندی پاتې نه وي. ''

والي وايي، برید کې یو شمېر هغو موټرو هم اور اخیستی چې قومندانۍ ودانۍ ته څېرمه د کندهار ګمرک ودانۍ کې ولاړ وو.

بل لور ته رسنیو ته په استول شوي یوه پیغام کې د وسله والو طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي، دغه برید د دوی ملګرو کړی دی. نوموړی ادعا کوي چې دغه برید کې ګڼ شمېر پولیس وژل شوي دي.

له دې مخکې د میرویس حوزوي روغتون چارواکو بي بي سي ته وویل، شپیته ټپیان او نهه مړي دغه روغتون ته وروړل شوي دي. په سیمه کې عیني شاهدانو بي بي سي خبریال ته ویلي، په ټپیانو کې یو شمېر ماشومان هم شامل دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پېښې په ځای کې لوګي لیدل کېږي او د سپکو، درنو وسلو د ډزو غږونه اوېدل شوي دي

د بي بي سي خبریال وايي، تر څو شېبې مخکې پورې د ډزو غږونه اوریدل کېدل، خو اوس د پېښې له ځایه د ډزو غږونه نه اوریدل کېږي او د امنیتي ځواکونو چورلکې په هوا کې ګرځي.

ځايي سر چینې وايي، د بریدګرو له وژل کېدو سره جګړه پای ته رسېدلې، خو دوی د بریدګرو شمېر په تړاو څه نه دي ویلي.

د انځور حقوق Kandahar Police
Image caption په دې برید کې ځینې موټر هم سوځېدلي

له دې مخکې ځینې امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي و، چې له یوې زورورې چاودنې وروسته دریو بریدګرو هڅه کوله د امنیې قومندانۍ ودانۍ ته ننوځي.

ورته مطالب