استیناف محکمې د ماشومې مهسا 'قاتلانو' ته ۳۰ کاله بند سزا تائيد کړه

افغانستان د انځور حقوق MOI

د کابل استیناف محکمې د مهسا په نامه کوچنۍ نجلۍ د 'قاتلانو' لپاره د ۳۰ کاله بند حکم تایید کړ. د کابل دې محکمې په ننۍ (چنګاښ ۳۰) غونډه کې د مهسا د وژنې په تور دوو کسانو ته د ابتدایه محکمې د سزا حکم تایید کړ.

ابتدایه محکمې د روان کال د جوزا په پنځمه د محکمې په علني ناسته کې دوی هر یو ته د ۳۰ کاله بند سزا اورولې وه.

مهسا هغه شپږ کلنه نجلۍ وه چې شاوخوا اووه میاشتې وړاندې په کابل کې وتښتول شوه او بیا یې یوه ورځ وروسته مړی وموندل شو. د هغې وژنې پراخ غبرګون وپاراوه او یو شمېر خلکو د هغې قاتلانو ته د اعدام سزا غوښتنه کوله.

د مهسا پلار د پیسو راکړه ورکړه کوله او لور یې د پیسو لپاره تښتول شوې وه.

د کابل پولیسو ویلي و چې د مهسا تښتوونکي د دې ښار په یولسمه ناحیه 'خیر خانه ' کې د نوموړې ګاونډیان وو چې د مهسا له اختطاف وروسته یې د ټیلیفوني اړیکې له لارې د هغې له پلاره ۳۰۰ زره امریکايي ډالر غوښتل.

خو کله چې د هغې کورنۍ پولیس خبر کړل په همغه شپه اختطاف کوونکو دغه نجلۍ ووژله او مړی یې د اوبو په ویاله کې غورځولی و.

هغه مهال د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د "د مهسا قاتلان اعدام کړئ" هشتګ په کارولو د نوموړې د قاتلانو د چټکې محاکمې غوښتونکي شو.

د هغې د وژنې په غبرګون کې د کابل صرافانو هم کاربندیز وکړ او له حکومته یې غوښتل چې د مهسا او د صرافانو د کورنیو نورو قربانیانو ته یې د عدالت غوښتنه کوله. دوی هم غوښتل چې د مهسا اختطاف کوونکې دې اعدام شي.

خو د کابل ابتدایه محکمې د مهسا د قتل په تور هر یوه ته د افغانستان د جزا کوډ سره سم ۳۰ کاله تنفیذي حبس جزا واوروله.

د افغانستان د جزا په کوډ کې راغلي:

"هرڅوک چې یو کس اختطاف کړي...او د مرګ لامل یې شي، د عمدي قتل په جزا محکومیږي."

د ابتدایه محکمې قاضي ویلي و چې د مهسا تښتوونکي له ۱۸ کلو کم عمر لري او د جزا قانون د ۱۱۴ مادې په اساس په اعدام نه شي محکومېدای. د افغانستان د جزا کوډ قانون په اساس هر هغه چا چې ۲۰ کلني نه وي پوره کړې، په اعدام نه محکومیږي.

دا په کابل کې لومړۍ پېښه نه ده، خو د یوې شپږ کلنې نجلۍ سختې وژنې د خلکو پراخ غبرګون وپاراوه. د روان کال د وري په میاشت کې د افغانستان لویې څارنوالۍ اعلان وکړ چې په تېرو درې کلونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان د انسان تښتونې په تړاو نیول شوي دي.

ورته مطالب