له ناوړه دودونو سره مبارزه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له ناوړه دودونو سره مبارزه

په کندهار کې یو شمېر ځوانو فعالانو د هغو دودونو پر وړاندي هلې ځلې پیل کړې، چې دوی يې ملا ماتوونکي بولي او وايي له اسلامي ارزښتونو سره هم سمون نه لري. د کوژدې دسمال، شریني، په زوم او ناوې پسې د مېوې او کالیو وړل او له واده وروسته د اخترونو په نامه د سوغاتونو لېږل داسې دودونه دي، چې ورځ تر بلي یې لګښتونه درنېږي. د دغه دودونو اصلي قربانیان ځوانان دي او نژدې ټول ترې کړېږي، خو ماتول یې ګڼو ته آر او شرم مالومېږي. نور حال له کندهار نه دمامون دراني په راپور کي.

اړونده مطالب