یوناما: لوګر کې د افغان ځاوکونو هوايي برید ولسي وګړي وژلي

د ارشیف عکس - لوګر د انځور حقوق Getty Images
Image caption لوګر کې د مخکیني یوه برید عکس چې ولسي وګړي پکې وژل شوي وو

ملګري ملتونه وايي، د تېرې یکشنبې په ورځ د افغان حکومت پلوو ځواکونو په هوايي برید کې نهه ولسي وګړي وژل شوي، چې درې په کې ښځې او څلور ماشومان دي.

یوناما د سې شنبې په ورځ (جولای ۲۳مه) ویلي، دا برید د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د تېرې یکشنبې په ورځ ناوخته شوی دی.

یوناما زیاتوي، د قربانیانو د خپلوانو ملاتړ باید وشي او د ورته بریدونو په اړه لا نورې څېړنې وشي.

تېره ورځ د لوګر سیمه ییزو چارواکو وویل، برکي برک ولسوالۍ کې هوايي برید اته کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د برکي برک ولسوال احمدویس رحیمزي د دوشنبې په ورځ (چنګاښ ۳۱مه) د بي بي سي محفوظ ذبیدي ته وویل، دا برید تېره شپه ۱۲ بجې ددې ولسوالۍ د کوچیانو کمپ سیمه کې شوی.

نوموړی وايي، تر اوسه د وژل شویو هویت نه دی روښانه شوی، خو په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

برکي برک کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، تر اوسه معلومه نه ده چې دا برید افغان ځواکونو کړی او که نړیوالو ځواکونو.

لوګر د کابل په سوېل کې پروت دی چې ډېرې برخې یې نسبتاً نا امنه دي. په ځینوسیمو کې یې یې طالبان ډېر فعالیت لري.

په ورته وخت کې، د وردګو ولایت ځینې استازي او اوسېدونکي ددوشنبې په ورځ کابل کې جرګه شوي وو او ګواښ یې وکړ، که په وردګو ولایت کې د ولسي وګړو وژنه بنده نه شي، دوی له راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

د انځور حقوق الحاج اختر محمد طاهري
Image caption د وردګو ولایتي ځینو استازو او وګړو کابل کې خبري ناسته کې وویل، که حکومت وردګو کې د ولسي وګړو وژنه ونه دروي، دوی به راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه کړي او د کابل - کندهار او کابل - بامیانو لویه لار وتړي

دوی په یوه پرېکړه لیک کې وویل، که په دې ولایت کې د ولسي وګړو وژل، بمبارۍ او چاپې دوام وکړي، دوی به د کابل - کندهار او کابل - بامیان لار، چې په وردګو کې تېرې شوې دي، بندې کړي.

په وروستیو کې افغان ځانګړو ځواکونو د وردګو دایمیرداد سیدانو تنګي کې یوه روغتون چاپه کې څلور روغتیايي کارکوونکي ووژل، چې بېلابېل غبرګونونه ورته وښودل شول.

د افغان ځانګړو ځواکونو د محاکمې غوښتنه

د بشري حقونو د څار سازمان تر چاپې وروسته په برید کې د روغتیايي کارکوونکو د وژل کېدو په غبرګون کې د افغان ځانګړو ځواکونو د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه.

وسله والو طالبانو په دې برید کې د ولسي وګړو د وژل کېدو په غرګون کې د میدان وردګو ولایت ۴۲ روغتیايي مرکزونو ته د تړلو امر کړی و، چې بیا وروسته یې بېرته د فعالیت اجازه ورکړه.

تېر کال هم افغان ځاکونو د وردګو جغتو ولسوالۍ کې بمبار وکړ، چې ۱۲ ولسي وګړي یې ووژل، ډېری ولسي وګړي د یوې کورنۍ غړي وو.

Image caption د جغتو ملا حافظ کلي هوايي برید کې یوه کورنۍ بشپړه له منځه تللې وه

که څه هم هغه مهال افغان حکومت او د وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي وو، په برید کې وژل شوي وسله وال طالبان دي، خو وروسته یوناما وویل، په برید کې ولسي وګړي وژل شوي، چې ښځې او ماشومان په کې دي.

یوناما ویلي وو، د ۱۰ وژل شویو ماشومانو عمرونه د ۶ او ۱۵ کلونو ترمنځ وو. وردګو ولایت په وروستیو کې له ناامنه ولایتونو ګڼل کېږي.

دا هم د لوستلو دي:

ورته مطالب