د افغان ځوان په لاس جوړ بې مصرفه واټر پمپ اوبو ته لاسرسی اسانه کړی

افغانستان
Image caption اختر علي د تالقانو ختیځ لور ته په ۱۵ کیلومټرۍ نواباد خطایان سیمه کې ددغه څلور جرېبه باغ څښتن دی، وايي پخوا به دوی اوبو پسې تلل، خو اوس یې اوبه په هر کور کې بهېږي.

تخار ولایت کې د یوه سیمه ییز کارګر په لاس جوړ شوي رم پمپ، د جګو او للمي ځمکو د سمسورتیا هیلې ټوکولې. دغه پمپ یوازې د اوبو په فشار، یو نیم کیلومټره پورې اوبه خېژوي.

محمود کارګر چې دغه پمپ یې تخار کې دود کړی وايي که حکومت دده په لاس جوړ کړي رم پمپونه د اوبو رسونې او اوبو لګونې پروګرامونو کې شامل کړي، جګې او للمي ځمکې به په اسانۍ او په کم لګښت خړوبې شي.

د افغانستان شمال ختیځ کې د بي بي سي خبریال زلمی اشنا چې د تخار مرکز تالقانو ځینو سیمو ته ورغلی وايي زړې اوسپنې په کارخونه کې، په داسې یوې وسیلې بدلې شوي چې جګو او للمي سیمو کې يې اوبو ته لاسرسی اسانه کړی.

د انګورو تاکونه او د بادامو ونې، په داسې یوې ځمکې چې درې کاله مخکې په کې واښه هم سم نه را شنه کېدل، مېوې نیولي.

اختر علي د تالقانو ختیځ لور ته په ۱۵ کیلومټرۍ نواباد خطایان سیمه کې ددغه څلور جرېبه باغ څښتن دی، وايي پخوا به دوی اوبو پسې تلل، خو اوس یې اوبه په هر کور کې بهېږي.

اصلي دلیل یې رم پمپ یا له سون توکو پرته جګو سیمو ته د اوبو خېژوونکی ماشین، چې د یوه تخاري ځوان ابتکار دی.

هغه فلیپین ته د سفر په مهال، ددغه ابتکار الهام اخیستی.

Image caption ښاغلی کارګر وايي په څو کلونو کې یې څه باندې ۴ سوه رم پمپونه جوړ کړي

د کلي برې خوا ته په درېیو نسبتا جګو غونډیو باندې، د اوبو درې زېرمې ودانې شوي، له یو نیم کیلومټره لرې واټنه، اوبه په ۲ اینچي پیپ کې په دوامداره توګه دغو زېرمو کې بهېږي او تر دې په نریو پیپونو کې وېشل کېږي. خلک له همدې اوبو کروندې خړوبوي او په پخلي کې هم ترې ګټه اخلي.

محمود کارګر په ۲۰۰۸ م کال کې د برېښنا وړو بندونو لپاره د توربین جوړولو ورکشاپ کې ګډون لپاره فلیپین ته تللی و، چې بې د مصرفه رم پمپ جوړولو فکر یې له ځانه سره راووړ. هغه ما د کلي لاندې خوا ته بیايي، داسې ځای چې د رم پمپ درې ماشینونه په کې لګول شوي.

څنګه چې کارګر وايي ماشینونه په دوامداره توګه، اوبه جګو سیمو ته پمپ کوي.

نو اباد خطایان کې چې شاوخوا ۲ سوه کورونه په کې ودان دي، ورو ورو په ونو پوښل کېږي، نور نو څوک ورته للمي سیمه نه وايي، خو په تخار کې ډېرې سیمې، ان د نواباد خطایان ترڅنګ ډېرې داسې سیمې شته چې د اوبو راوړلو لپاره ساعتونه مزل کوي.

د کرنې ادارې د مالوماتو له مخې، تخار ولایت څه باندې ۳۵۰ زره جریبه للمي ځمکه لري، چې ۴۰ سلنه یې له اوبو جګې پرتې دي.

د تالقانو ښار په څنډه کې د ماشینونو د ترمیم یوه وړه کارخونه، چې د بیا کارونې لپاره زړې اوسپنې توږي. رم پمپ، یا له مصرف پرته واټر پمپ، چې اوبه تر یو نیم کیلومټره پورې جګو سیمو ته خېژوي، دلته جوړېږي.

Image caption محمود کارګر چې دغه پمپ یې تخار کې دود کړی وايي که حکومت دده په لاس جوړ کړي رمپ پمپونه د اوبو رسونې او اوبو لګونې پروګرامونو کې شامل کړي، جګې او للمي ځمکې به په اسانۍ او په کم لګښت خړوبې شي.

دغه کار خونه، له رم پمپ پرته د غوړیو ماشینو، بادې پمپونه او د ورړو برښنايي بندونو د توربین سامان او وسایل هم تولیدوي؛ خو بې مصرفه رم پمپ یې ډېر پېژندل شوی.

ښاغلی کارګر وايي په څو کلونو کې یې څه باندې ۴ سوه رم پمپونه جوړ کړي، له شمال او شمال ختیځو ولایتونو سربېره یې، په بامیان، وردګو، لوګر او څو نورو ولایتونو کې یې هم لګولي دي.

Image caption د انګورو تاکونه او د بادامو ونې، په داسې یوې ځمکې چې درې کاله مخکې په کې واښه هم سم نه را شنه کېدل، مېوې نیولي.

د ښاغلي کارګر په کارخونه کې د رم پمپو جوړولو چارې همدارنګه روانې دي. دی وايي که حکومت رم پمپ د اوبو رسونې او اوبو لګونې پروګرام کې شامل کړي، هم به للمي او جګو ځمکو ته په ټیټه بیه اوبه او هم ډېرو وزرګارو ځوانانو ته به کاري شېبې برابرې شي.

هغه د حکومت له لوري ددې وسیلې دودول، هم خرما او هم ثواب بولي.

ورته مطالب